دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني کوئټې ته دزيارت په ورځ دخپلې يوې دورې په مهال دبلوچستان قيادت سره ديوې ليدنې په مهال په راتلونکو عامو انتخاباتو کې دټولو سياسي گوندونودگډون په ضرورت زور راوړى دى
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني کوئټې ته دزيارت په ورځ دخپلې يوې دورې په مهال دبلوچستان قيادت سره ديوې ليدنې په مهال په راتلونکو عامو انتخاباتو کې دټولو سياسي گوندونودگډون په ضرورت زور راوړى دى.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې يا ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې جنرال کياني دبلوچستان دگورنر نواب ذوالفقار علي مگسي اؤ نگران وزيراعلي نواب غوث بخش سره ليدنه کړې اؤ هغوي ته يې په مئ کې دجامع انتخاباتو ترسره کيدو په اړه دپوځ دمکمل ملاتړ باور ورکړى دى.
په دغه ليدنه کې صوبه کې دامنيتي صورتحال اؤ راتلونکو انتخاباتو په پرامنه اؤ ښه ماحول کې دترسره کيدو په معاملو خبرې اترې شوي دي.
له دې دجنوبي کمانډ کمانډر ليفټننټ جنرال محمد عالم خټک په بلوچستان کې دپوځ لخوا په روانو ترقياتي منصوبو اؤ امنيتي صورتحال دپوځ سرلښکر ته حال احوال تير کړى.
دمارچ په مياشت کې چې کله داليکشن کميشن سيکرټري په راولپينډۍ ښار کې دپوځ دجنرل هيډکوارټرز دوره کړې وه نو په هاغه مهال هغه ته دپوځي چارواکو له لوري عامو انتخاباتو کې دپوځ دمکمل ملاتړ باور ورکړل شوى ؤ