پاکستان وايي ځنې نیول شوې طالبان به ازادول شي

د افغانستان د امن عالي شورا مشر صلاح الدین رباني او د پاکستان خارجه وزیر حنا رباني کهر

پاکستان ویلي د افغانستان د حکومت په غوښتنه او افغانستان کې د مفاهمت په عمل کې د مرستې د پاره به ځنې نیول شوې طالبان ازادوي.
د پاکستان خارجه دفتر او د افغانستان د امن عالي شورا یو مشترکه بیان کې ویلي یو شمیر طالبان به خلاصولی شي. بیان کې نه خو د ازادیدونکو طالبانو شناخت په حقله څه معلومات وړاندې کړی شوې او نه دا ویل شوې چې دغه کسان د طالبانو په ډله کې د کومې درجې دي.
بیان وايي افغانستان، پاکستان، امریکا او نور اړونده هیوادونه به ممکنه مزاکرات کونکو ته محفوظ لار ورکولو کې مرسته کوي.
بیان وايي پاکستان او افغانستان به د نورو نړي والو همکارانو سره کار کوي چې مزاکراتو کې د مرسته کونکو طالبانو او نورو ډلو غړو نومونه د ملگرو ملتونو د بندیزونو د فهرست نه لرې کړی شي په دې خاطر چې د امن مزاکراتو کې برخه واخستلی شي.
بیان وايي پاکستان او د افغانستان د امن عالي شورا په طالبانو غږ کړی چې د القاعدې سره دې ټولې اړیکې ختمې کړي.
دواړو غاړو د طالبانو او نورو افغان حکومت مخالف وسله والو ډلو باندې غږ کړی چې د افغانانو په ملکیت او د افغانانو په مشرۍ کې د مفاهمت په عمل کې گډون ووکړي او د تشدد نه دې لاس اونیسي.
مشترکه بیان کې ویل شوې چې پاکستان او افغانستان په د علماؤ یو کانفرنس کوي چې د ترهگرۍ او د ځانمرگي بریدونو او اسلام د تشدد سره تړل کیدو په موضوع غور ووکړي.
مشترکه اعلامیه پاکستان ته د افغانستان د امن عالي شورا مشر صلاح الدین رباني د دوه ورځني سفر سرته رسیدو په وخت جاري کړی شوې ده.
پاکستان ته د سفر په مهال صلاح الدین رباني د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم راجه پرویزاشرف، د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویزکیاني او خارجه وزیرې حنا رباني کهر سره لیده کاته ووکړل او ورسره يي افغانستان کې د امن او د سولي په عمل خبرې اترې ووکړی.