افغان چارواکي وائي دافغانستان په تخار ولايت کې دزيارت په ورځ دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې اولسوال اؤ دهغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.
دپوليسو يو وياند عبدالخليل ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې اولسوال عبدالمنان حکيمي دخپلو ساتونکو سره ګاډي کي په اشکمش اولسوالۍ کې خپل کور ته روان ؤ چې ديو پل سره نزدې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه وشوه.
دزيارت په ورځ دغه چاؤدنه په داسې حال کې رامينځته شوې چې افغانان د نوي کال يا دنوروز لمړۍ ورځ نمانځي.
پوليس وياند وويل عبدالمنان حکيمي دخپل کور څخه ددغه ورځې دتيارو لپاره وتلى ؤ.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى دى.