چارواکي وائي دافغانستان په شمال کې ديو جومات څخه بهرداختر دنمونځ په موقع ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه 41کسان وژل شوي او 70 نور ژوبل شوي دي.
وژل شوؤکې پينځه ماشومان هم شامل دي.
دوالي ددفتر وياند جاويد ديدار ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبروکې وويل دغه ځانمرګى بريد دافغانستان دشمالي ولايت فارياب په ميمنه اولسوالۍ کې هاغه مهال ترسره شوى کله چې خلک په يو جومات کې داختر دنمونځ لپاره راټوليدل.
ديدار وويل دچاؤدنې په مهال دجومات ودانۍ کې دګورنريا والي او پوليسو دمشر پشمول لوړپوړي حکومتي چارواکي موجود وؤ.
هغه وويل بريد کې چارواکو ته کوم زيان نۀ دى رسيدلى خو پوليس مړۀ او ژوبل شوي دي.
دفارياب مرستيال والي يا ګورنر عبدالستار وارث په دغه ځانمرګي بريد کې د41ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى او خبريالانو ته يې وئيلي دي په دغه وژل شوؤ کسانو کې ګڼ شمير پوليس هم شامل دي.
هغه وئيلي چې په ژوبل کسانو کې هم دزياترو حالت نازک دى ، ځکه نو دمړو په شميرکې داضافې انديښنه ده.
مرستيال ګورنر زياته کړې ده په کوم ځايې کې چې دغه چاؤدنه ترسره شوې ، هلته کلک امنيتي تدابير نيول شوي وؤ، خو ځان وژونکي دپوليس په دريشۍ کې ځان دعيدګاه تر دروازې رسولى ؤ.
هغه وويل چې په وژل شوؤ کې دپوليسو،پوځيانو او استخباراتي ايجنډانو پشمول 19 افغان عسکر،17 اولسي وګړي او پينځه ماشومان شامل دي.
افغان صدر حامد کرزي ددغه بريد سخته غندنه کړې او په دغه بريد کې ککړ کسان يې دهيواد دښمنان ګرځولي.
هغه وويل کوم خلک چې داختر په موقع دمسلمانانو څخه خوشحالۍ تروړي هغوي ته انسانان يا مسلمانان نۀ شي وئيل کيدى.
دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې افغان صدر حامد کرزي دلويې اختر په موقع قام ته پخپل پيغام کې په طالب جنګيالو غږ کړى چې دخپلو نورو افغانانو وروڼو وژنه دې اودروي.
صدر کرزي پخپل دغه پيغام کې طالبانو څخه غوښتنه کړې چې هغوي دجوماتونو، هسپتالونو او سکولونو دتباه کولو عمل پريږدي.
دشورو په ورځ دطالبانو مشر ملا محمد عمرپخپلو جنګيالو ټينګارکړى ؤ چې داولسي وګړو دوژنې څخه دې ځان وساتي.
هم دجمعې په ورځ طالبانو په جنوبي ولايت ارزګان کې ددوؤ امريکائي عسکرو دوژنې مسؤليت په غاړه اخستى.
طالب وياند يوسف احمدي پخپل يو پيغام کې وئيلي دي چې تيره ورځ يو افغان عسکر دوه امريکائي عسکر وژلي او وروستو دتندلارو سره ملګرى شوى.
په افغانستان کې دامريکائي ځواکونو وياند ميجر لوري هوج دزيارت په ورځ وئيلي وؤ چې چارواکي ددې حقيقت تعين کوي چې ايا بريد کوونکى يو افغان عسکر ؤ که نه دافغان پوځ په يونيفارم کې پټ تندلارى.