چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په يوه ختيزه برخه کې پۀ خرۀ پسې دتړلي يو بم چاؤدنې له امله يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ درې اولسي وگړي ژوبل شوي دي.
ولايتي وياند سرحدي ژواک يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وويل چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دلغمان ولايت په الينگار اولسوالۍ کې ديوې پوستې سره نزدې په خرۀ پسي دتړلي بم چاؤدنه وشوه.
هغه وويل بم دڅاروي پۀ شا پسې تړل شوى ؤ اؤ دريموټ کنټرول په ذريعه الوځول شوى چې پکې يو پوليس عسکر وژل شوى اؤدرې کسان نور ژوبل شوي دي.
والي فضل الله مجددي هم ددغه پيښې اؤ پکې درامينځته شوې مرگ ژوبلې پخلى کړى دى.
چارواکي ددغه پيښې پړه په طالبانو اچوي.
دجمعې په ورځ دغه بمي چاؤدنه دوه ورځې وروستو له هغې ترسره شوې چې طالب جنگيالو په فراه ولايت کې په يو عدالت بريد وکړو، په دغه بريد کې 46 کسان وژل شوي اؤ 100 نور ژوبل شوي وؤ.
دزيارت په ورځ دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل دافغانستان په عدالت دترسره شوې دغه بمي چاؤدنه سخته غندنه کړې ده.
په يو متفقه بيان کې 15 کسيزې ادارې وئيلي دي چې هغوي دشورو په ورځ په فراه ولايت کې په عدالت دترسره شوې چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کوي.