افغانستان : دبس حادثه کې 18 کسان مړۀ

دافغانستان په سويلي ولايت غزني کې دزيارت په ورځ دمسافرو يو بس دحادثې ښکار شوى چې پکې لږ ترلږه 18 کسان مړۀ شوي دي.
دغزني دوالي مرستيال احمدعلي احمد ددغه پيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې پيښه دزيارت ورځ دقره باغ اولسوالۍ دنوروزخيلو په سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوې کله چې دکابل نه قندهار ته روان دمسافرو يو بس دټرک سره وجنگيدو.
دوالي مرستيال زياتوي په دغه بس کې خواؤشا 50 کسان سوارۀ وؤ چې دجملې څخه يې 18 مړۀ اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.