دپښتو نوميالى هنرمند بدرمنير پحق رسيدلى دى

دپښتو فلمونو نوميالى هنرمندبدرمنير داوږدې ناروغۍ وروسته د ٦٧ؤکالو په عمر کې په حق رسيدلى دى .
بدرمنير د٤ؤ کالو راهسې دفالج يا گوزن په مرض اخته ؤ اؤ ٢ ورځې وړاندې پرې دزړۀ دوره راغله چې له دې امله دلاهور په شخصي روغتون کې بستر کړى شوى ؤ چې نن يې ساه ورکړه.
دنوموړي په مړينه دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني دهغۀ کورنۍ سره دغمرازۍ څرگندونه کړې ده.
بدرمنير په کال ١٩٤٥م کې دسوات دسيلگرۍ مقام مدين سره خواء کې کلي شاگران کې دمولانا ياقوت خان کور کې پيدا شوى، دهغۀ پلار دجومات يو امام ؤ.
دلمړيو زده کړو وروسته ارواښاد بدرمنير دمحنت مزدورۍ لپاره کراچۍ ته تللى ؤ، چې له دې وروسته دفلم انډسټرۍ سره اشنا شو.
هغۀ دخپل فني ژوند په مهال د٧٥٠ؤ څخه زياتو دپښتو ، اردو اؤ پنجابۍ ژبې په فلمونو کې کار کړى ؤ.
بدرمنير د انگليسۍ په يو فلم کې هم کار کړى دى.
هغۀ ته دخپلو فني صلاحيتونو له امله په ١٤م اگست کال ٢٠٠٨ء کې صدارتي جائزه هم ورکړى شوى ؤ.
نوموړي دپښتو په سلگونو فلمونو کې داتل يا هيرو په توگه کار کړى ؤ.
بدرمنير په لمړي ځل داردو په يو( فلم جهان برف گرتى هى) کې راڅرگند شوى ؤاؤ بيا دپښتو په لمړي فلم يوسف خان شيربانو کې يې مرکزي کردارادا کړو اؤ دغسې دهاغه وخت څخه تر دې مهاله دپښتنو په زړونو اؤ ذهنونو دهغه لازواله فلمي کردارونه نقش پاتې شوي دي.
دنوموړي په مشهورو فلمونو کې يوسف خان شيربانو، ادم خان درخانۍ،باغي، اوربل، ټوپک زما قانون، دپښتون توره، اقرار، گناه گار، کوچوان، ديدن، الزام، خانه بدوش ، پړانگ، ژوند يا مرگ ، نادان، ناوې ديوې شپې اؤ داسې نور گڼ معياري فلمونه شامل وؤ
دبدرمنير په مړينه دهغۀ ځوې دلبرمنير ژورنالستانو سره په ژړغوني انداز کې دخبرو په مهال وويل نن زۀ ديو پلار څخه نۀ بلکې ديو دوست څخه محروم شوى يم اؤ زما پلار ته دپښتو دفلمونو دليپ کمار وئيلى شي.