په دریمه جولاي په اباسین کې د ډوبې شوې کښتۍ 24 مړي لا بې درکه دي. د شانگلې ناظم نیاز احمد وي او ای ډیوه ته ويلي دي په اباسین کې د 24 لادرکه شوو مړو لټون عملیات روان دي.
په 24 لا درکو کسانو کې 8 د تور غر د8 هري پور او 8 د شانگلې دي.
په کښتۍ کې ټول 47 کسان سواره وو او د جولاي په 3 مه نیټه ډوبه شوې وه. د ناکوا یا کشتيبان په گډون 19 کسان په هغه پېښه کې ژندي پاتې شوي وو.
د ناظم تر مخه تر اوسه د 4 کسانو مړي موندل شوي دي.
د چارواکو تر مخه په اباسين کې نن سبا د اوبو ډېر زور دی او په امدادي کارونو کې ډېر مشکلات دي
د پوځ نه علاوه ځايي خلک هم هڅې کوي چې په اوبو کې د ډوبو شوو مړي ولټوي
دا کښتۍ چې په اباسين کې ډوبه شوې د شانگلې نه هري پور ضلعې پله روانه ده او د چارواکو په وېنا په دې کشتۍ کې زياتره د شانگې او تورغر ضلعې سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.
نیاز احمد وویل چې په اینده کې د دا قسمه حادثو نه بچ کیدلو د پاره قوانين جوړوي چې په اوبو کې د سفر په وخت احتیاتي تدابير وکړی شي او د کښتیو تکنيکي څار هم وشي.
د شانگلې د ناظم نیازاحمد سره د وي او ای ډیوه په واشنگټن کې کوربه رحمان بونيري په ټليفون مرکه کړې ده تاسو یې په لانديني لينک اوریدی شئ
Your browser doesn’t support HTML5
په اباسین کې په ډوبې شوې کشتۍ کې 24 کسان لا نه دي موندل شوي، لټون روان دی ناظم شانگله