هېلو وي او اې په ټي وي: پاکستان کې زیاتېدونکې بې روزګاري او د تعلیم یافته ځوانانو راتلونکی
Your browser doesn’t support HTML5
پاکستان کې زیاتېدونکې بې روزګاري او د تعلیم یافته ځوانانو راتلونکی
کوربه: محمد اکرام
مېلمانه
ډاکټر شاهد محمود: اقتصاد پوه
انجنېر سید شېرشاه: د مردان د ځوانانو پارلېمان جنرل سېکرېټري
انجنېر محمد اسحاق: ځايي عدالت کې کلرک
ریاض حسېن: د ډیوه خبریال
پاکستان کې د سرکاري شمېرې ترمخه د فرورۍ په میاشت کې ګراني ۱.۵ فیصد ته راکمه شوې چې په تېرو ۹ میاشتو کې ترټولو کمه کچه ده. خو د ګرانۍ کمېدو باوجود عام خلک په ګرانۍ کې د کمي احساس نه کوي چي ښايي د خلکو د اخستو وس طاقت زیات کم شوی.
اخوا پاکستان کې د بې روزګارۍ تازه شمېرې ترمخه د بې روزګارۍ شرح ۷.۸ فیصد ته رسېدلې چې ښايي په ټول ملک کې ۵.۶ ملینه کار کوونکي خلک بې روزګاره دي او د ملک اقتصاد په تېزۍ سره زیاتېدونکې د ځوانانو ابادۍ ته روزګارونه ورکولو کې ناکامه شوی. اعلا تعلیم یافته ځوانان اکثر د ښه ژوند او روزګار لپاره د ملک نه بهر نورو ملکونو کې روزګارونه لټوي.
پاکستان کې بې روزګارۍ، ګرانۍ او د خلکو وس توان په اړه نن پروګرام کې د مېلمنو سره خبرې کوو.
د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان
کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@