نوښار:حقانیه مدرسه کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې، مولانا حامد الحق هم پکې سخت ژوبل شوی

د نوښار په اکوړي سیمه کې د خېبر پښتونخوا تر ټولو ستره دیني مدرسه درالعلوم حقانیه کې ځانمرګي برید شوی چې د درنې مرګ ژوبلې اندېښنې پکې ښودل کیږي.

دا چاودنه د جمعې د نمانځه په مهال د مدرسې په جومات کې شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وایي دا یو هدفي ځان مرګي برید ؤ چې د جمعې د نمونځ په مهال شوی.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره خبرو کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالقفار حمید ویلي په سمدستي توګه ورته د څلورو کسانو د وژل کېدو اطلاع ترلاسه شوې اؤ دولس ،یا دیارلس کسان نور ژوبل شوي هم دي.

خو ازادې سرچینې د ژوبلو شمیره تر ۳۰ؤ پورې ښایي.

د پښتونخوا د پولیسو مشر وایي په پېښه کې د ژوبل شوي مولانا حامد الحق وضعیت د اندېښنې وړ دی اؤ هغه ډیر شدید زخمي شوی دی .

مولانا حامد الحق د مولانا سیمع الحق مشر ځوي دی چې د پاکستان د مرکزي پارلیمان غړی هم پاتې شوی دی اؤ د خپل پلار له وژل کېدو راپدیخوا د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام (س) مشري پغاړه لري.

د مولانا حامد الحق د زوي ثاني حقاني له خولې بیلابیلو پاکستاني ټي وي چینلو ویلي چې د چاودنې په وخت جومات کې په سوونو نمونځ کوونکي موجود وؤ.

ثاني حقاني ویلي چې په سمدستي توګه د پینځوؤ کسانو د مړینې اطلاعات ورته ترلاسه شوي دي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د نوښار د پولیسو مشر یا ډي پي او عبدالرشید ددې چاودنې پخلی کړی اؤ وایي پولیس اؤ مرستندویه ډلې د پېښې ځاي ته روانې شوې دي.

د نوښار ډي پي او عبدالرشید هم په سمدستي توګه چاودنه کې د څلورو کسانو د مړینې پخلی کړی اؤ وایي ګڼ شمیر نور کسان ژوبل شوي هم دي

د سیمې د یو ځایي خبریال مشتاق پراچه له مخې د چاودنې په مهال د سوونو په شمیر نمونځ ګزار په جومات کې موجود وؤ اؤ د هغوي له جملې نه ګڼ شمیر مړه اؤ ژوبل شوي دي خو لا د مرګ ژوبلې کره شمیره نه معلومیږي.

مشتاق پراچه ویلي چې دا چاودنه په جومات کې هغه مهال شوی کله چې د جمعې نمونځ وشو اؤ خلکو دعا کوله.

دولتي مرستندویه ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي چې ایمبولنسونه اؤ مرستندویه فعالان یې د حقانیه مدرسې په لوري روان کړي دي

ژوبل کسان د نوښار اؤ پېښور هسپتالونو ته رسول شوي اؤ د پېښور کمشنر د پېښور په ټولو سترو هسپتالونو کې بیړنی وضعیت پځای کړی دی