د باجوړ چاودنه کې د وژنو شمېره 43 ته رسېدلې ده

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ کې پرون مازيګر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه کې شوې چاودنه کې د وژل شوو شمېره 43 ته رسېدلې او د 80 نه زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې خو د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه کړې، د سي سي ټي وي کېمرې ويډیوز ترلاسه کولی شي چې د مبينه خودکش معلومات وشي او د پېښې په ابتدايي تحقيقانو کې د داعش خراسان د ککړتيا لاس ښکاري.

د شپې ناوخته د باجوړ ضلعې د صحت د محکمې مشر ډاکټر فېصل د وي او اې ډیوه خبريال ارشد مومند ته ويلي د وژل شوو شمېره 43 ته رسېدلې ده، هغه د ژوبلو شمېره 80 ويلې ده.

خو د خېبرپښتونخوا د نګران حکومت د صحت وزير رياض انوار[اې اېف پي] ته د وژل شوو شمېر 44 ياده کړې او ويلي یې دي د 100 نه زیات کسان ژوبل شوي دي.

هغه ويلي دا ځانمرګی بريد وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر اختر حیات لومړی ويلي وو دغه ځانمرګی بريد وو، خو وروسته ځايي پوليسو ويلي دوی د چاودنې د علت پلټنې کوي.

د باجوړ په خار سيمه کې د جمعيت علما ف ګوند غونډه روانه وه او چاودنه پکې شوې ده، د رپورټونو ترمخه په غونډه کې د 400 پورې کسان موجود وو.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، د چاودنې د ځای څخه د دير تېمرګرې او پېښور روغتونونو ته ژوبل کسان منتقل کړی شوي دي. ادارې ويلي ځینې ژوبلو د رسېدو سره ساه ورکړې او بيرته یې جسددونه وړل شوي دي.

ويل شوي په ژوبلو کې ځينې د پېښور پوځي روغتون ته هم منتقل کړی شوي او ډاکټرانو ويلي په ټولو ژوبلو کې د 15 پورې ټپيانو روغتيايي حالت مرګونی دی.

چارواکي د مړو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه څرګندوي.

د باجوړ د صحت د محکمې ضلعي مشر ویلي، پرون د دوی سره په روغتون کې اته مړي داسې وو چې پېژندګلو یې نه کېده وروسته پکې يو د يو ماشوم پېژندګلو شوې او د نورو د پېژندګلو عمل روان دی.

د چارواکو په وینا دغه کسان سوځېدلي دي ځکه یې پېژندګلو نه کيږي.

تحریک طالبان پاکستان او د جهاد پاکستان په نوم بلې ډلې په چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.

خو د خېبرپښتونخوا پولیسو دعوه کړې، د سي سي ټي وي کېمرې ويډیوز ترلاسه کولی شي چې د مبينه خودکش معلومات وشي او د پېښې په ابتدايي تحقيقانو کې د داعش خراسان د ککړتيا لاس ښکاري.

د جمعیت علما اسلام ف مشرانو ويلي، پرونۍ چاودنه کې یې ځايي مشران هم وژل شوي دي.

ياد ګوند ويلي، له دې وړاندې یې باجوړ کې د ګوند سره تعلق لرونکي د 19 پورې عالمان وژل شوي دي، په دغو وژنو کې د زیاتو زمه وارۍ داعش منلې وې