د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډ په اړه فېصله واوروله، او وې ویل چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي، او ګوند ته شوکاز نوټس يا د علت څرګندولو وويل شو.
د پاکستان د الېکشن کمېشن/ ټاکنو کمېشن مشر سکندر سلطان راجه په مشرۍ درې کسيزه ډلې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [2 اګست] فېصله واوروله، او وې ويل چې دا متفقه فېصله ده.
په فېصله کې وويل شو چې پي ټي ايي د 34 بهر ملکيانو نه فنډونه ترلاسه کړي دي، اته اکاونټونه يې ښکاره کړي او 13 اکاونټونه يې پټ کړي دي، او په فېصله کې د ځینو ملکونو او کمپنيانو نومونه هم ښودل شوي چې پېسې ترې ترلاسه کړی شوي دي.
الېکشن کمېشن په فېصله کې وويل، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړی دی.
د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه الېکشن کمېشن ویلي، تحریک انصاف ګوند د ممنوعه فنډونو په ترلاسه کولو سره د ايين سرغړونه کړې ده. الېکشن کمېشن ویلي، ولې نه چې دغه فنډونه ضبط کړی شي.
الېکشن کمېشن په 21 جون دا فېصله محفوظ کړې وه.
د فېصلې وروسته د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري او فرح حبيب وويل، دوی به شوکاز نوټس ګوري د خپلو قانوني پوهانو سره به پرې مشوره کوي او د هغې وروسته به يې جواب کوي.
هغو دا هم وويل يواځې د تحریک انصاف پرضد فېصله واورول شوه، پکار ده چې د نورو سياسي ګوندونو د فنډونو په اړه هم فېصله واورول شي.
قانون پوهه صلاح الدين ګنډاپور وايي، د دې فېصلې وروسته به حکومت د دغې فېصلې په تړاو سپريم کورټ ته ځي، رېفرنس به جمع کوي او د سپريم کورټ نه به غوښتنه کوي چې د پي ټي ايي پرضد فېصله واوروي، دا به کتل وي چې د عمران خان د صادق او امين په اړه يا د هغه د نااهلۍ او د پي ټي ايي په اړه څه فېصله مخې ته راځي.
يادې فېصلې ته په غبرګون کې واکمنه مسلم ليګ ن ګوند وويل، ثابته شوه چې عمران نيازي په بهرنۍ ايجنډا وو او د بهرني فنډنګ د لارې پاکستان د بې ثباتۍ سره مخ کړی دی.
تيره میاشت په 19 جولايۍ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د يو ټویټ د لارې د الېکشن کمېشن نه غوښتي وو چې د پي ټي ایي د بهرنيو پېسو په اړه د اوږدې مودې د ځنډ ښکار فېصله واوروي.
هغه تور لګولی وو چې عمران نياز ته د اوږدې مودې نه ازاده لار ورکړی شوې او د دې باوجود هغه په ملکي ادارو شرمناکه حملې کوي. هغه ورکړی شوې استثنا ملکي ادارو ته زیان رسولی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړونکو غړو کې شامل اکبر اېس بابر چې اوس د دې ګوند غړی نه دی په کال 2014م کې يې الېکشن کمېشن ته خواست کړی وو چې په ګوند کې دننه په پېسو کې غبن (کرپشن) شوی او د بهر نه راتلونکو پېسو کې قوانين غلط کارول شوي دي.
اکبر اېس بابر تور لګولی وو چې پي ټي ايي ته د بهر نه پېسې په غېر قانوني لارو(مني لانډرنګ) راغلي دي.
د اکبر اېس بابر په خبره پي ټي ايي د بهرنيو اف شور کمپنيانو د لارې نزدې 30 لکه ډالره رايو ځای کړي او دا پېسې د غېرقانونه او هنډۍ د لارې پاکستان ته راغوښتل شوي دي.
هغه دا تور هم لګولی وو چې پي ټي ايي ته د بهر هېوادونو نه کومې پېسې راغلي ياد ګوند الېکشن کمېشن ته په جمع کړي کاليز (اډټ) رپوټ کې دا پېسې پټې ساتلي دي.