د اقتصادي چېنلجونو ښکار پاکستان د امریکې سره په دوه اړه خيزه تجارت، اقتصاد او نورو موضوعاتو خبرې کړي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امریکايي چارواکو د پاکستاني چارواکو سره يې په دوه اړه خيزه اړيکو ښه کولو، اقتصاد او تجارت سره د صحت په برخه کې د مرستو په موضوعاتو خبرې کړي دي.

پاکستاني چارواکو د امریکايي چارواکو سره په داسې حال کې ليدلي، چې پاکستان د اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [21 جولايۍ] ويلي، د امریکي ډپټي سيکرټري وېنډي شيرمن نن د پاکستان د وزیراعظم خصوصي سلاکار طارق فاطمي سره ليدلي، او د دواړو هېوادونو د 75 کالو اړيکو پوره کېدو په مناسبت خبرې کړی او اړيکو ته د ودې ورکولو يې ويلي دي.

ويل شوي دواړو خواو په اقتصادي، تجارتي او د صحت په برخه کې د مرستو ويلي دي.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت ترمخه دواړو چارواکو په ليدنه کې د افغانستان، سيمې د امنيت او په اوکراين د روس د يرغل له امله په پاکستان او نړیواله کچه د خوراکي اغېزو په موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

بل لور ته د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر احسن اقبال هم ويلي،د امریکا د خصوصي استازي دلاور سيد سره یې ليدلي، او زياته کړې يې ده.

"مونږ د دواړو هيوادونو ترمنځه تجارت او کاروبار ته د ودې ورکولو په مواقعو خبرې کړي دي".

د امریکې خصوصي استازي دلاور سيد هم ويلي چې په خبرو کې يې د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکو د ودې ورکولو په اړه يې خبرې کړي دي.

دلاور سيد په وروستيو کې د پاکستان سفر هم کړی وو.

پاکستاني چارواکو په داسې حال کې د امریکايي چارواکو سره ليدلي او په دوه اړخيزه تجارت او نورو موضوعاتو خبرې کړي چې پاکستان خپله د اقتصادي چېلنجونو سره مخ دی.

د امریکايي په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ پرله پسې بې قدره کيږي او د پاکستان د ونډو بازار هم په ښکته روان دی، او د دې ترڅنګ د پاکستان د مرکزي بېنک غېر ملکي زر مبادله ذخیره لس اربه ډالرو ته راکوزه شوې چې د پوهانو په وېنا د دوه مياشتو نه د کمې مودې د درامداتو برابر ده.

په وروستيو کې د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د پاکستان سره د پور د پروګرام لوظنامه په سټاف کچه لاسليک شوې ده او ايي اېم اېف ويلي چې پاکستان ته به د اګست په مياشت کې د منظورۍ وروسته يو ارب او 20 کروړه ډالره ورکړي.

خو تيره ورځ خبري ادارې بلومبرګ ویلي وو، ايي اېم اېف غواړي چې د سعودي عرب لخوا پاکستان ته د څلور اربه ډالرو ورکولو يقيني شي نو د هغې وروسته ايي اېم اېف د پاکستان دپاره ټول پروګرام بحال کړي.

خو اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان اقتصاد تر هغې پورې نه شي ښه کېدی څو پورې چې نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] د پاکستان پوره پروګرام نه وي بحال کړی او پېسې ورته نه وي ورکړي.

پرون د زيارت په ورځ په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بې قدره کېدو علت هم د ايي اېم اېف او نورو ملکونو لخوا پاکستان ته پېسې نه ورکول ياد کړی وو.

هغه وويلي، پکار ده چې پاکستان د ايي اېم اېف نه د پېسو ترلاسه کېدو دپاره د امریکا نه مرسته ترلاسه کړي ځکه چې په ايي اېم اېف کې زیاته ونډه د امریکې ده.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبریال رياض حسېن شريک کړي دي].