په کوټه کې نن د جمعې په ورځ (13 مې) د "سهيلي پښتونخوا ادبي، تاريخي او کلتوري يون" د عنوان لاندې څلورم درې ورځنی نړيوال سيمینار پېل شوی چې پکې د افغانستان او پاکستان د بېلابيلو برخو نه پښتانه ادیبان، شاعران، ليکوالان ګډون کوي.
د کوټه پښتو اکېډمۍ جنرل سيکرټري خليل باور وايي، دغه سيمینار ته د افغانستان او خېبرپښتونخوا او په بلوچستان نه ګډون وال رابلل شوي او د 200 پورې ټول ګډون وال پکې برخه اخلي چې پکې مېرمنې هم شاملې دي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دې سيمینار ته د افغانستان نه نهه تنه رابلل شوي خو څلور پکې راغلي او نور د ويزې د ستونځې له امله نه دي راغلي.
هغه وویل د خېبرپښتونخوا نه 23 اديبان، شاعران، ليکوالان پوهان په سيمینار کې ګډون کوي.
ښاغلي باور وويل، د دې اوسني سيمينار ځانګړتیا دا ده چې په دې کې د سويلي يا جنوبي پښتونخوا (بلوچستان کې د پښتنې سيمې) په ادب مقالې اورول کیږي او بحثونه پرې کيږي.
هغه وویل په تیرو سيمینارونو کې به د پښتو په ټول ادب بحثونه کېدل خو دې ځل له د سویلي پښتونخوا د ادب د نور ټول نړیوال ادب سره پرتليز جاج اخستل کيږي.
د نوموړي په وېنا د دې سيمینار تر ټولو غټ مقصد دا دی چې د خېبرپښتونخوا او افغانستان نه تر بهرنیو هيوادونو پورې ټولو پښتنو اديبانو ته يوه پراخه پراخه فلېټ فارم ورکړي چې په شريکه ادب مطالعه کړي بحثونه پرې وکړي، ټول پښتانه اديبان د يو بل سره وويني په يو بل پوهه شي او د وحدت يو سفر رامنځته کړي.
سيمینار ته د خېبرپښتونخوا نه راغلی شاعر او اديب فېض الوهاب فېض وايي، دا کانفرنسونه که په جنوبي پښتونخوا، خېبرپښتونخو او افغانستان کې کيږي، دا ډېر اهيمت لري، ځکه چې په پښتونخوا وطن کې که هر چرته سياست کيږي ادب تخليق کيږي، د داسې سيمینارونو د لارې پښتانه اديبان، ليکوالان يو بل د نزدې نه وويني، او په يو بل خبر شي.
هغه وویل، د داسې ډول سيمینارونو سره شعور عاميږي، د يو بل سره د نزدې نه د خبرو موقع ترلاسه کيږي، وحدت رامنځته کيږي او که په يوه خبره نيمه يا مسله نیمه څوک خبر يا مالومات نه لري د داسې سيمینارونو د لارې خبر شي او که چرته مسلې وي هغه هواره شي.
هغه دا هم وويل، د داسې ډول سيمینارونه د لارې د بېلابيلو سيمو ليکوالان اديبان د يو بل سره د نزدې نه وویني د يو بل په حال خبر شي، رابطې جوړې شي کوم چې د يو والي سبب جوړيږي او د ټولو په ګټه تماميږي.
په کوټه کې په پښتو اکېډمۍ کې دا نړيوال سيمینار به په 15 مې د اتوار په ورځ پای ته رسي.