طالبانو دافغانستان بلخ ولایت کې دهغو څلورو مدني فعالانو میرمنو د وژل کیدو پخلی کړی چې راپورونه وایي څه موده وړاندې یې دطالبانو په ضد راجوړو شوؤ مظاهرو کې برخه لرله.
ددغو میرمنو مړي د پنجشنبې په ورځ دمزار شریف څخه موندل شوي وؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو په طالبانو تورونه لګول شوي وؤ چې ګواګې وژنه کې یې ککړ دي.
دطالبانو دحکومت دکورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي دیادو میرمنو مړینه تایید کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې ددغه پېښې په تړاؤ دوه شکمن کسان نیول شوي اؤ محکمې ته سپارل شوي دي خو هغه دنیول شوؤ کسانو پیژندګلي نه ده په ډاګه کړې .
دسعید خوستي په وینا”د مزارشريف ښار پنځمه حوزې د پروژۀ خالد په سیمه کې په یوه کور کې څلور جسدونه موندل شوي او د پيښې په تړاؤ دوه کسان نیول شوي”
هغه زیاته کړې “نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقيقاتو کې منلې چې ښځې دوی دې ځای ته راغوښتې وې.
په وژل شوؤ میرمنو کې یوه د پوهنتون استاده بلل کیږي او د نورو بشپړه پیژندګلو له مخې ته نه ده راغلې.
د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې ویل کیږي چې دا ښځې څو ورځې مخکې د مزار شریف هوايي ډګر ته غوښتل شوې وې او بیا ترې تم شوې چې وروسته یې مړي وموندل شول.
کله چې طالبانو په ۱۵ اګست کابل ونیولو اؤ وروسته یې خپله لنډمهاله کابینه اعلان کړه نو دکابل په شمول دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې ښځو دطالبانو په ضد په پراخه کچه مظاهرې کړې وې اؤ دوئ یې دښځو حقونو څخه په سرغړونه تورن کړي وؤ.
نړیواله ټولنه هم دطالبانو په حکومت نیوکې کوي چې ښځو ته پکې نمایندګي نه ده ورکړل شوې