دکرک پښتون زلمي دهالي ووډ ایکشن فلم کې دهیرو مرکزي کردار لوبولی

دهند په فلمي نړۍ د راج کولو وروسته اوس پښتانه تر هالي ووډه رسیدلي اؤ په راتلونکي کال د“دي کیور” په نوم نندارې ته وړاندې کېدونکي دهالي ووډ ایکشن فلم کې هم مرکزي یا دهیرو کردار دخیبر پښتونخوا دیوې روسته پاتې سیمې کرک سره تړاؤ لرونکي یو پښتون زلمي مشهود عالم لوبولی دی.

مشهود عالم چې دجمناسټک دلوبې یو وتلی لوبغاړی هم دی پینځه کاله وړاندې امریکا ته تللی ؤ اؤ دغلته چې پرې قسمت مهربانه شو نو په هالي ووډ فلم کې ورته د هیرو په توګه مرکزي کردار په لاس ورغلو.

دې فلم کې دمشهود عالم ترڅنګ ګلین بیګرلی هم مرکزي کردار لوبولی اؤ هدایات یې احمیت اتلی ورکړي دي.

فلم به په راتلونکي کال په سینیماګانو نندارې ته وړاندې کولی شي خو دمشهورتیا ورې، وړې برخې یې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې زیات خلک یې ددغه فلم کتلو ته په تلوسه کې اچولي .

مشهود عالم دپاکستان جیو ټي‌ وي ته ویلي چې هغه په دې فلم کې نړۍ دهغه ورانکارې ډلې څخه ژغوري چې خطرناک جراثیم یا وائروس خورول غواړي.

نوموړي ویلي هغه پخپله د ولن یا ظالم بنده کردارونه ډیر خوښوي اؤ غواړي چې پخپله هم فلمونو کې د ولن رول ولوبوي.

نوموړي دېوې پوښتنې په ځواب کې ویلي پاکستان کې هم ښه فلمونه جوړیږي اؤ که هغه ته په پاکستاني فلمونو کې دکار کولو وینا وشي نو یوازې کار کولو ته پکې تیار دی بلکې هڅه به وکړي چې د هدایتکارۍ له لارې هم پاکستاني فلمونو ته څه نوښت ورکړي.

دمشهود عالم نه وړاندې هم ګڼ شمیر پښتنو فلمي ستورو د هند په فلم انډسټرۍ راج کړی چې په هغې کې دپېښور دلیپ کمار،دصوابۍ مادهو بالا،دکندهار قادر خان اؤ دپېښور شاه رح خان اؤ کپور کورنۍ په ځانګړې توګه دیادولو وړ دي.

خو د نوي درو په عصري تیکنالوجۍ جوړیدونکو هولي ووډ فلمونو کې به دا وړومبی ځل وي چې یو پښتون زلمی دهیرو په توګه مخه ته راځي