شکیله ناز وایي نه یې هنر سره خپله رشته غوڅه کړې اؤ نه پښتنو سره

دپښتو ژبې وتلې سندرغاړې شکیله ناز وایي که دهنر د دنیا نه هرڅو په ډډه ده خو خپله پښتو اؤ پښتانه یې له زړونو نه دي وتلي اؤ دپښتنو په هر غم لکه دپاڼې دوړیدلې اؤ په خوښۍ یې خوښه شوې ده .

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره ځانګړو خبرو کې میرمن شکیله ناز ویلي هغې تر ۲۷ؤ کالو سندرې نه دي ویلي اؤ دخپل وطن اؤ خپلو پښتنو نه لرې پاتې شوې ده خو نه یې د هنر سره خپله رشته غوڅه کړې ده اؤ نه یې دپښتو اؤ پښتنو مینه له زړه وتلې ده.

شکیله ناز چې په سوونو پښتو غزلې اؤ سندرې یې ویلي په بنیادي توګه دخیبرپښتونخوا صوابۍ سیمې سره تعلق لري دکال ۱۹۹۵څخه د هنر د نړۍ نه یوې ډډې ته ناسته ده ،وایي چې یوه اوږده موده که یې خپلو مینه والو ته سندرې نه دي ویلي خو ددې هیڅکله دامطلب نه دی چې دهنر نه یې لاس اخستی.

هغه وایي اوس هم سندرې وایم ،سندرې اورم اؤ په سندرو خپل ژوند تیروم خو فرق دومره دی چې اوس مې سندرې تر خپل ذات محدود دي خو کیدی شي چې ډیر زر مې بیا پښتانه سندرې واوري.

شکیله ناز زیاتوي چې دهغې په هکله په تیرو اوویشتو کالو کې زیاتې افواګانې خورې شوي دي ،څوک وایي مړه شوې ده،څوک وایي چا تښتولې اؤ څوک وایي چې سندرو نه یې توبه ویستې ده خو دغه ټولې خبرې هیڅ اساس نه لري اؤ هغه پخپل کور د خپل فامیل سره ښه دخوشحالۍ ژوند کوي.

شکیله ناز په بنیادي توګه ملت پاله ذهنیت لري اؤ وایي چې کله به هغې سندرې هم ویلې په هغه وخت کې به یې پښتون ملت پاله سیاست کې یو فعال رول درلودو اؤ هڅه به کوله چې خپل پښتون قام دپاره څه نا څه وکړي .

خو هغه بیا دملت پاله پښتنو سیاسي ګوندونو د کړنو اؤ تګلارو نه هم مایوسه ده اؤ وایي د کومو قیامتونو نه چې پښتانه تیر شول یا تیریږي په داسې حالاتو کې چې دملت پاله پښتنو سیاسي ګوندونو کوم کردار جوړیدلو هغه یې ترسره نه کړو.

هغه دپښتون ژغورنې د غورځنګ د هلو ځلو نه زیاته خوشحاله ده اؤ وایي دغه غورځنګ چې دپښتنو دبقاء اؤ‌ حقونو دپاره کومې هلې ځلې پیل کړي هغې هیله وربخښلې ده چې که پښتانه ددغه غورځنګ تر شا په اخلاص سره ودریږي نو لرې نه ده چې پښتانه دخپلو حقونو څخه برخمن شي.