استخباراتي سرچينې وائي طالب مشر ولي الرحمان ښخ کړل شوى

دپاکستان استخباراتي سرچينې وائي دپاکستاني طالبانو دوهم لوړپوړى مشر ولي الرحمان څوک چې تيره شپه په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يو پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکې په بريد کې وژل شوى ؤ، دشورو په شپه خاورو ته سپارل شوى دى.
دولي الرحمان دوژنې تصديق سپينې ماڼۍ ، پاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان حکومت په رسمي ډول نۀ دى کړى ، خو دسيمې څخه ډيرو باوري سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې هغه دډرون په يو بريد کې وژل شوى دى.
دغو سرچينو دپيښې دجزئياتو دبيانولو په ترڅ کې ډيوه ريډيو ته وئيلي ولي الرحمان دنهې اؤ شورو په مينځ شپه هاغه مهال په يو ډرون بريد کې سره دخپلو نورو پينځوؤ ملگرو وژل شوى ، کله چې هغه دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه سره نزدې په چشمه نومې سيمه کې ديو کور دننه دخپلو کمانډرانو دشپې يوه بجه په يوه غونډه بوخت ؤ.
سرچينې وائي دشپې دوه بجې ډرون الوتکې دخټو په دغه کچه کور دوه توغندي داغلي چې پکې پخپله دپاکستاني طالبانو دتحريک مرستيال مشر ولي الرحمان اؤ دهغه څلور نور مهم کمانډران وژل شوي دي.
دوژل شوؤ کمانډرانو پيژندگلو دکمانډر ملنگ ، کمانډر فخرعالم، کمانډر نصيرالدين اؤ کمانډر عادل په نومونو شوې ده.
استخباراتي سرچينې وائي طالبانو دخپل مشر ولي الرحمان وژنه پټه ساتلې ، خو دشورو په شپه هغه خاورو ته سپارل شوى.
ولي الرحمان دطالبانو هاغه مهم مشر گڼل کيدو چې په کال 2009م کې دافغانستان په خوست ولايت کې دسي ائي اى په يو مرکز ترسره شوې حمله کې دسي ائي اى داوؤ غړو دوژل کيدو تور امريکا هغه لگولى ؤ.
که چرې دهغه دوژنې په اړه اطلاعات درست ثابت شول ، نو دا به په پاکستان کې دجوړيدونکي نوي حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوجاړي پيل شوؤ هڅو ته يو سخت نقصان ورسوي.