دپاکستان اسلامي نظرياتي دزنا باالجبر په مقدمو کې دډي اين اى ټيسټ دشهادت په توگه دنۀ قبلولو پريکړه کړې ده
د کونسل چېرمین مولانا محمد خان شيراني په مشرۍ کې دغه غونډه نن په اسلام اباد کې شوې ده چې پکې ډي اين اى ټيسټ يواځې دضمني شهادت په توگه دقبلولو پريکړه وشوه. د کونسل د دغه پریکړی په اړه قانون پوهه نور عالم خان ایډوکیټ ډیوه ریډیو ته وايي داسلامي نظریاتي کونسل پریکړی د قانون اهمیت نه لري:
(کله نه چې دا کونسل جوړ شوی په مختلفو موضوعاتو ېي وړاندیزونه ورکړي دي خو پدغو کې په یو هم تر اوسه عمل نه دی شوی. او نه چرته د قانون برخه جوړه شوی ده. تر کومه چې د ډي این ای خبره ده نو په قانون شهادت کې جدید آلات یا طریقې استعمالیدی شي. او د فیر ټراېل ایکټ سره نوې طریقې او آلاتو له ېي هم قانوني حیثیت وړکړی دی. چې دغه به د شهادت حیثیت لري)
دمطبوعاتي رپورټونو تر مخه په کال ۲۰۱۲م کې په ټول پاکستان کې د زنا باالجبر ۱۵۰ پیښې شوی دي خو دا هغه دي چې مطبوعاتو کې راغلي یا رپورټ شوي دي. د قانون شهادت تر مخه د زنا بالجبر ثابتولو لپاره پکار ده دوه سړي یا څلور ښځې داسې ګواهي ورکړي چې ګواهان اوواېي چې په خپلو سترګو يې جنسي زیاتې لیدلی.
په دغه غونډه کې دا فيصله هم شوې ده چې دتوهين رسالت په قانون کې دې هيڅ ترميم ونۀ کړل شي اؤ دا دې پخپل حال وساتل شي. کونسل انساني کلوننګ ناجایز ګرځولې دی. کلوننګ هغه طریقې ته وايي چې پکې د یو جاندار نه ډیر جاندار جوړیږي او د نړۍ په زیات ترو هیوادونو کې په دغه عمل بندیز دی.
اسلامي نظریاتي کونسل په کال ۱۹۶۲م کې جوړ شوی وو او ددغې مقصد په پاکستان کې قانون سازۍ کې حکومت ته مشوری ورکول دي.