پیښور —
د2013 په اليکشن کې دپاکستان د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ تر ټولو زياتې چوکۍ تر دې مهاله دعمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف گټلي دي اؤ دغه گوند په دې پوزيشن کې راغلى دى چې دراتلونکو پينځوؤ کلونو دپاره په خيبرپښتونخوا کې خپل حکومت جوړ کړي.
دپاکستان تحريک انصاف کارکوونکي اؤ مشران که يو طرفته په خيبرپښتونخوا کې دخپلې فتحې په جشن کولو بوخت دي، نو بل لوري ته دقام پرسته عوامي نيشنل پارټۍ مشران اؤ ورکران په دغه اليکشن کې دخپل شکست له غمه نۀ دي وتلي.
په خيبرپښتونخوا کې د2008م په انتخاباتو کې تر ټولو زياتې دصوبائي اسمبلۍ چوکۍ عوامي نيشنل پارټۍ اؤ ورپسې پاکستان پيپلز پارټۍ گټلې وې ، خو دا ځل دغو دواړو گوندونو تر دې مهاله په شمارل شوؤ ووټونو کې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ يواځې،درې ، درې چوکۍ گټلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديارولي خان هم دچارسدې څخه خپل دقومي اسمبلۍ نشست بائيللى دى.
دانتخاباتو دکمپائن په مهال دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دخيبرپښتونخوا داولس سره وعده کړې وه چې اقتدار کې دراتللو څخه وروستو به پښتنو ته دهغوي په خاوره امن ورکوي ، دبډو رشوتونو ، بې روزگارۍ ، بې انصافۍاؤ دبجلۍ دلوډشيډنگ پشان دلويو ستونزو څخه به اولس خلاصوي.
څيړونکي وائي اوس چې په خيبرپښتونخوا کې دپاکستان تحريک انصاف دحکومت جوړيدو اؤ قومي اسمبلۍ کې عمران خان ته داپوزيشن دمشر دمنصب سپارل کيدو امکانات پيدا شوي دا به دعمران خان دپاره ډير لويې ازميښت وي چې هغه به دبدامنۍ ، بې روزگارۍ ، گرانۍ ، بې انصافۍاؤ لوډشيډنگ مخه څنگه نيسي؟
په دغه اړه دپاکستان تحريک انصاف دخيبرپښتونخوا صوبې ستر سکتر اؤ دصوبائي اسمبلۍ دپاره منتخب شوي غړي شوکت علي يوسفزۍ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل په پاکستان کې دټولو مسئلو هوارى شته ، خو زمونږ الميه دا ده چې تراوسه سياست دانانو دخپلوگټو څخه داولس بنيادي مسئلو ته دپام گرځولو فرصت نۀ ؤ.
هغه وويل دا ځل چې دخيبرپښتونخوا اؤ ټول ملک اولس پاکستان تحريک انصاف باندې دخپل اعتماد څرگندونه کړې ، نو دغه گوند به هڅه وکړي چې دخبرو اؤ سولې دلارې په خيبرپښتونخوا ، قبائيلي سيمو اؤ ټول هيواد کې دامن دټينگښت دپاره چټک گامونه واخلي.
هغه وويل خيبرپښتونخوا کې دحکومت جوړولو دپاره به يې ډير زر دگوند مشران خپلو کې راټول شي.
نوموړي دا هم وويل چې په اقتدار کې دراتگ څخه وروستو به دصوبې دنورو سياسي گوندونو سره په گډه داولسي مسئلو هواري ته شپه اؤ ورځ مټې بډوهلي وي.
خو دعوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر اؤ سپين روبي سياست دان افضل خان لاله ډيوه ريډيو ته وويل هغه دخپلې اوږدې سياسي تجربې په اساس په دې باور دى چې پاکستان کې هر وخت دوه قوتونه په واک کې وي اؤ په دغه دوؤ قوتونو کې يو قوت داسې دى چې هغه حکومتونو ته لاره هم صفا کوي اؤ په لاره کې ورته د ازغو شيندلو په هُنر هم پوهيږي.
هرڅو که افضل خان لاله په اشارو کې دپاکستان تحريک انصاف اؤ نورو مذهبي سياسي گوندونو برياليتوب داولس څخه زيات دپوځ په ډاډ وگرځولو ، خو وې وئيل په خيبرپښتونخوا کې چې دعوامي نيشنل پارټۍ په څير مضبوط قام پرست گوند کومه ماتې خوړلې ده ، دادقوم پرستۍ دنظريې سره دتړون ختميدو نتيجه ده.
هغه وويل اوس دقوم پرستۍ سياست په عملي ډول ختم شوى اؤ هاغه خلک چې دقام پرستۍ په نوم سياست کوي ، په کوم ځايې کې چې ورته گټه يا سيټ ملاويږي ، هم هلته اودريږي.
هغه وويل پخپل ټول ژوند کې يې صرف ديوې جملې سياست کړى اؤ هغه جمله دقامي وجود يا قامي تړون ده.
افضل خان لاله وويل دخبرې مقصد يې دا دى چې د١٨٩٣ راپديخوا دپښتنو وجود په برخو ، برخو ويشل شوى اؤ ترڅو چې دغه برخې يو کړى شوي نۀ وي اؤ دافرادو څخه قام نۀ وي جوړ کړل شوى ، نو پښتانۀ قام پرستان دې هيڅ دښې ورځې توقعو نۀ کوي.
هغه وويل مونږ بايد اول خپل خور قامي وجود راغونډ کړو اؤ بيا دسياست ميدان وگټو.
افضل خان لاله وويل پاکستان کې دتيرو 66ؤ کالو څخه په انتخاباتو اؤ نورو بيړنو حالاتو کې افراد خو بدليږي ، خو قوت کله هم نۀ دى بدل شوى.
هغه وويل دغه قوت دخپل انداز اؤ گټې په اساس مختلف خلک وړاندې وروستو کوي اؤ زمونږ قام پرست هم چې ددغه قوت په خوښه وچليدل نو دتاوان سره مخ شول.
دخيبرپښتونخوا صوبې سينئر صحافي بخت زاده يوسفزۍ وائي که تحريک انصاف په اقتدار کې راځي نو اولس ته به دهغوي څخه دهغوي دوعدو په اساس هيلې کول بې ځايه ځکه وي چې هرڅوک پوهيږي په پاکستان کې اصل قوت اؤ دفيصلې اختيار دچا سره دى؟
بخت زاده يوسفزۍ وويل په دې هيواد کې چې دبدامنۍ کوم باد راالوتى دهغې دمخنيوي گرنټي تحريک انصاف خو څه چې دپاکستان پوځ هم نۀ شي ورکولى.
دهغه وينا وه دتحريک انصاف لخوا دامنيت دټينگښت، دبې روزگارۍ ، بې انصافۍ اؤ گرانۍ دمخنيوي دعوې په اليکشن کې دسياسي گټې دپاره مفيد خو ثابت شوې خو په عمل کې به تحريک انصاف ونۀ کړل شي چې دلوډشيډنگ ، بدامنۍ ، گرانۍ اؤ بې روزگارۍ په څير لويې مسئلې په حقيقي معنو له مينځه يوسي.
دهغه وينا وه دپاکستان دننه داسټيبلشمنټ وجود د اولس په استحصال ولاړ دى اؤ که څوک په دې خيال وي چې داسټيلشمنټ يا دزورور قوت (دهغه اشاره دپاکستان پوځ طرفته وه) دمرضۍ په ضد به داولس دزړۀ درزا ته غوږ ونيسي اؤ دمسئلو دحل لارې به يې ولټوي نو شايد چې دغسې چرته په زمانو، زمانو پس ممکن شي.