بلوچستان : بمي چاؤدنه کې دماشومانو پشمول 8 کسان وژل شوي

امدادي ډلې دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ ژوبل کسان دډيره اله يار ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي دي

دپاکستان دبلوچستان صوبې په جعفراباد سيمه کې دجمعې په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې ددوؤ ماشومانو پشمول 8کسان وژل شوي اؤ د20ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه بم دجعفراباد ضلعې په ډيره اله يار سيمه کې ديوې رکشې دننه ايښودل شوى ؤ اؤ پکې خواؤشا 10 دوکانونه هم تباه شوي دي.
امدادي ډلې دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ ژوبل کسان دډيره اله يار ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي دي.
په هسپتال کې ډپټي ميډيکل سپرنټډنټ ډاکټر محمد سليم خبريالانو ته وئيلي دي چې روغتون ته تر دې مهاله ددوؤ ماشومانو پشمول داتوؤ کسانو مړي وروړل شوي اؤ 32 کسان نور ژوبل دي
اخوادبلوچستان په قلات ضلع کې دنامعلومو وسله والو په ډزو ديوې شخصي سولر کمپنۍ سره تعلق لرونکي څلور کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دقلات په مغلزۍ سيمه کې دنامعلومو کسانو په ډزو دشمسي انرژۍ په يوه منصوبه کارکوونکي څلور کارکوونکي وژل شوي دي.