سندهـ کې پخوانى بلدياتي نظام بحال، دايم کيو ايم احتجاج

دبل دمنظورۍ سره سم کراچۍ يوځل بيا په پينځوؤ ضلعو کې ويشل شوې چې پکې ختيز، لويديز، جنوبي، شمالي اؤ ملير شامل دي

دپاکستان دسندهـ صوبې اسمبلۍ يوځل بيا دکال 1979 دبلدياتي نظام دنفاذ بل منظور کړى چې په دې کراچۍ کې فعاله سياسي گوند متحده قومي موومنټ سخت احتجاج کړى دى.
دغه بل دسندهـ دقانون وزير اياز سومرو وړاندې کړى، په دغه موقع دايم کيو ايم دسندهـ اسمبلۍ غړو په اسمبلۍ کې سخت احتجاج کړى.
ددغه بل سره سندهـ پيپلز لوکل گورنمنټ ايکټ 2012 منسوخ شوى اؤ په صوبه کې دکمشنرۍ نظام بحال شوى دى.
صوبه کې دبلدياتي نظام په نفاذ دواکمن پيپلز پارټۍ اؤ متحده قومي موومنټ ترمينځ دتيرو څلو کلونو راهسې خبرې اترې راروانې وې اؤ يوه اوونۍ دمخه چې متحده قومي موومنټ دوفاقي اؤ صوبائي حکومت څخه دبيليدو اعلان وکړو نو حکومت دبلدياتي نظام بل منظور کړو.
دايم کيو ايم قانون ساز فيصل سبزواري اسمبلۍ ته پخپله وينا کې وويل پاکستان پيپلز پارټۍ( پي پي پي) دپخواني پوځي امر ضياء الحق دلوکل گورنمننټ سيسټم نظام نافذ کړى ، چې له دې وروستو دايم کيو ايم غړو په احتجاجي ډول داسمبلۍ څخه واک اؤټ وکړو.
دسندهـ دتعليم وزير پيرمظهرالحق وويل دايم کيو ايم داحتجاج طريقه سمه نۀ ده اؤ بايد متحده زمونږ خبره هم واوري.
دبل دمنظورۍ سره سم کراچۍ يوځل بيا په پينځوؤ ضلعو کې ويشل شوې چې پکې ختيز، لويديز، جنوبي، شمالي اؤ ملير شامل دي.