دفلسطين صدر پاکستان ته رسيدلى

FILE

دفلسطين صدر محمود عباس نن دخالي په ورځ د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسيدلى.
دفلسطين دملگرو ملتونو دغيرمبصر رياست په توگه دمنل کيدو وروستو پاکستان ته دمحمود عباس دغه لمړى سفر دى، پاکستان هم په دې لړ کې ملگرو ملتونو کې دوړاندې کړل شوي قرارداد ملاتړ کړى ؤ چې له دې وروستوتيرکال په 29م نومبر دفلسطين دملگرو ملتونو دغيررکن رياست نامزدگي په عمل کې راغلې وه.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې داووۀ نيز حال احوال بيانولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم علي خان وئيلي وؤ چې فلسطيني صدر محمود عباس به دفرورۍ په 16مه نيټه په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورځي.
چکلاله ائيربيس ته په رسيدو ته فلسطيني صدر ته گارډ اف انر وړاندې کړل شوى.
محمود عباس به سبا ايوان صدر کې دصدر اصف علي زرداري سره ليدنه کوي اؤ په دغه موقع به دهغه په اعزاز کې يوه دستوره جوړولى شي اؤ صدر زرداري به دهغه ميلمستيا کوي.
وروستو به ددواړو هيوادونو دهيئتونو په کچه يوه غونډه ترسره کيږي اؤ دواړه مشران به په ليدنه کې دسيمې په اړونده اؤ نړيوالو چارو خبرې اترې کوي.