دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې ويلنټائن ډى نن په 14مه فرورۍ ، دزيارت په ورځ نمانځلى شي، په دې ورځ خلک خپلو مينه والو سره دمينې او عقيدت داظهار لپاره يو بل ته سرۀ گلونه ، تُحفې يا سوغاتونه وړاندې کوي.
دويلنټائن ډى دراتگ په نظر کې نيولو سره دگلونو دخرڅولو د سټالونو مالکانو دگلونو په نرخونو کې څو چنده اضافه کړې او مختلفو ملي او نيمو ملي کمپنو هم ددې موقعې په مناسبت سره ددستورو تابيا کړې ده.
ويلنټائن ډى چې په اروپائي هيوادونو اؤ امريکا کې يې نمانځل دتيرې ډيرې مودې څخه راروان دي اوس په پاکستان ،افغانستان اؤ يو شمير نورو ايشيائي اؤ عربي هيوادونو کې هم دژوند دبيلا بيلو تپو سره تعلق لرونکي خلک په 14مه فرورۍ يعنې ويلنټائن ډى خپلو مينه والو سره دمينې داظهار په کولو دغه ورځ نمانځي.
مخ په مخ،ټيليفون، انټرنيټ يا خطونو اؤ کارډونو له لارې يو بل ته نۀ يواځې ددغه ورځې په مناسب خلک مبارکۍ ورکوي ، بلکې دمينې اظهار هم ورسره کوي.
په امريکا کې هر کال په 14فرورۍ يو بلين کارډونه ددغې ورځې دپاره خرڅيږي.
په ټوله نړۍ کې ددغه ورځې په حوالې سره دځانگړو کارډونو په اخستونو کې 85 فيصده ښځې شاملې وي.
که هر څو دغه ورځ درومان لپاره ځانگړې ده ، خوپه مشاهده کې راغلي چې په دغه ورځ اخستل کيدونکى هر پينځم کارډ موروپلار ته ورکول کيږي.
په ټوله نړۍ کې هر کال پنځوس ملينه دگلاب گلونه دويلنټائن ډى په موقع يو بل ته ورکول کيږي.
په امريکا کې اوسطاً يو سل لس ملينه دگلاب گلونه په سوغات کې ورکول کيږي يا قبلول کيږي.
دگلونو په اخستو کې ٧٣ فيصده سړي او ٢٧ فيصده ښځې شاملې وي.
دمينې داظهار لپاره هر څو که يو وخت او ورځ نۀ شي متعين کيدلى خو ويلنټائن ډى مينه والو ته ددغه جذبې دپخلي موقع ورکوي.
14مه فروري دمينې داظهار ورځ څنگه جوړه شوه؟ په دې حواله په عامه توگه بيانيدونکې قصه خو دوخت دمشهور سينټ ويلنټائن ده ، ديو روايت ترمخه ويلنټائن ډى درومي تهذيب څخه اغاز وموندو، په زوړ روم کې په ١٤مه فرورۍ دوادۀ کولو ورځ وه، په دغه ورځ به يو تهوار نمانځل کيدو چې پکې درومي جينکو نومونه په پرچو ليکلى شول ، وروستو به دقرعه اندازۍ په ذريعه ، دوه ښځې په تهوار کې شاملو سړو باندې ويشلى شوې.
دغه جوړې به دتهوار په وخت يو بل سره وخت تيرولو او کله چې به يې ديو بل سره مينه پيدا شوه نو دهغوي به وادۀ کولى شو.
ديو بل روايت ترمخه باچا کلوډئيس په پوځ کې دناوادۀ کړو ځوانانو دکارکردگۍ ښه کولو لپاره دځوانانو په وادۀ پابندي لگولې وه خو مقامي پادري سينټ ويلنټائن دباچا څخه په پټه دهغوي دودونو کولو فيصله وکړه، کله چې باچا ته حقيقت معلوم شو نو هغه پادري ته دمرگ دسزا اورولو امر وکړو، دسينټ ويلنټائن دمرگ په سزا عمل درامد په ١٤ فرورۍ شوى ؤ او دغه شان دويلنټائن ډى روايت رواج شو.
دزړۀ راښکلو خبره دا ده چې په تاريخي دستاويزاتو کې ددغسې کومې واقعې سند هم نۀ شي موندل کيدى.