اورکزو ايجنسي:بمي چاؤدنه کې 6 کسان وژل شوي

Pakistani Airstrikes Target Militant Hideouts in Northwest

چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه کوزه اورکزو ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ ديوې امنيتي پوستې سره نزدې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
يو انتظامي چارواکي فضل قادر ددغه چاؤدنې په اړه وئيلي دي چې دغه ريموټ کنټرول بم چاؤدنه دکلايې په مصروف فيروزخيل چوک کې ترسره شوې ده اؤ ظاهري هدف يې دطالبانو دمخالفې قبيلې فيروزخيل يوه اجتماع وه ، چې پکې 15 کسان ژوبل شوي هم دي.
فيروزخيل قبيله دطالبانو مخالفت کوي اؤ دتندلارو په ضد يې لښکر هم جوړ کړى اؤ دطالبانو لخوا اکثره هغوي په نخښه کيږي.
دپيښې دځايې سره نزدې يو پوځي چيک پوسټ هم موقعيت لري اؤ ځينې چارواکي گمان کوي دچاؤدنې ممکنه هدف دغه پوسته کيدى شي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره ايجنسي هيډکوارټرز هسپتال اؤ هنگو هسپتال ته رسول شوي.