صدرزرداري: شمالي وزیرستان کې کاروايي به په خپل وخت کولی شي

د مارک گراسمین او د صدر زرداري د لیده کاته یو تصویر

د پاکستان صدر آصف علي زرداري ویلي شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف کاروايي به په خپل وخت، د پاکستان خپلو وسائیلو او صلاحیتونو سره سم کولی ‍شي چې قامي مفاهمت پې موجود وي.
اسلام آباد کې د جنوبي ایشیا د صحافیانو د یو تنظیم غړو ته د وینا په مهال صدر زرداري وویل پاکستان به شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف جنگ ضرور کوي، که دا نن وي او که صبا خو دغه جگړه به د قامي مفاهمت ترلاسه کولو ورستو کوي، د خپلو وسائیلو او صلاحیت په بنیاد کولی شي.
افغان او امریکائي چارواکې وايي شمالي وزیرستان کې طالب او القاعده وسله والو مرکزونه جوړ کړې دي او د هلته نه افغانستان کې په نړی والو او افغان ځواکونو حملې ترسره کوي. شمالي وزیرستان کې په ممکنه توگه موجود وسله والو کې د افغانستان د حقاني ډلې نوم هم اخستلی کیږي چې دغلته مرکزونه لري او د افغانستان خلاف بریدونه ترسره کوي.
پاکستان تر دا وخت شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د کاروايي غوښتنې رد کړې دي خوسوات کې په ملاله یوسفزۍ د طالبانو د حملې ورستو دغه سیمه کې د کاروايي غوښتنې یو وارې بیا راپورته شوې دي.
بل اړخته افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې خصوصي استازې مارک گراسمین ویلي شمالي وزیرستان کې د کاروائي د پاره دا وخت د امریکې د طرفه په پاکستان څه فشار نه اچولی کیږي.
د پاکستان ټیلي ویژن سره مرکه کې مارک گراسمین ویلي شمالي وزیرستان کې د کاروايي فیصله به پاکستان خپله کوي.
د صحافیانو غونډې ته د صدر زرداري د وینا نور تفصیل اسلام آباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال الیاس خان رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

North Waziristan Operation