لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکه، کینیډا، او مکسیکو به د فټبال د ٢٠٢٦ کال د عالمي لوبو کوربانه وي


د امریکې، کینیډا، او مکسیکو پلاوي د ورلډ کپ د کوربه توب په سیالیو کې خپله بریا لمانځي
د امریکې، کینیډا، او مکسیکو پلاوي د ورلډ کپ د کوربه توب په سیالیو کې خپله بریا لمانځي

د فټبال نړیوال فډریشن ـ فیفا ـ نن پریکړه وکړه چې د فټبال د ٢٠٢٦ کال عالمي لوبې به په امریکه، کینیډا، او مکسیکو کې کیږي.

د ٢٠٢٦ فټبال کپ د کوربه توب دپاره په وروستۍ سیالي کې، یوې خوا ته مراکش (المغرب) پاته و، او بل پلو امریکه، کینیډا، او مکسیکو په گډه هڅه کوله چې د ورلډ کپ کوربانه شي. د فیفا کنگرس نن په مسکو کې د رایې ورکولو غونډه وکړه چې پکې ١٣۴ هیوادونو، د امریکې، کینیډا، او مکسیکو گډ کوربه توب ته رایه ورکړه، او ٦٥ هیوادونو د المغرب په پلوۍ رایه ورکړه.

تر دې مخکې، په کال ١٩٩۴ کې هم امریکه د عالمي فوټبال لوبو کوربه وه، خو له هغه وخت راوروسته، بیا د شمالي امریکا د لویې وچې هیڅ کوم هیواد ونشو کولای د ورلډ کپ کوربه شي.

د فټبال ٢٠١٨ کپ عالمي سیالۍ سبا د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ، د روس په کوربه توب پیلیږي او لومړۍ لوبه به د روس او سعودي عرب ترمنځ وي.

د فټبال ٢٠٢٢ ورلډ کپ سیالۍ به په قطر کې وشي، او نن دا ده معلومه شوه چې د ٢٠٢٦ کال عالمي لوبې به په امریکې، کینیډا، او مکسیکو کې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG