لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما د دفاع نوی وزیر او د سي ائی ای نوی مشر وو نومول


د امریکې صدر براک اوباما د گل په ورځ د هیواد نوي دفاع وزیر په توگه چک هیگل او د استخباراتي ادارې سي ائی ای د نوي مشر په توگه د قامي سلامتیه د پاره خپل سلاحکار جان برینن وونومول.
د قامي سلامیته د پاره د خپل صدارت په دویم دور کې د ټیم تشکیلولو په لړ کې صدر براک اوباما د دواؤ لانجنو شخصیتونو انتخاب کړی دی خو د چک هیگل د نومولو په حقله براک اوباما وویل د هیواد ځواکونو د مشرۍ د پاره هغه غوره انتخاب دی.
براک اوباما وویل چک هیگل نومول کیدل د هاغه روایت برخه ده چې د واک من ډیموکریټک او اختلاف ریپبلیکن گوند غړې په شریکه حکومت کې برخه لري.
د جان برینن په حقله وینا کې براک اوباما د القاعده خلاف جنگ کې د هغه د کردار ستائنه ووکړه. براک اوباما وویل د امریکائي اقدارو سره د وفادارۍ په ترڅ کې جان برینن د ترهگرۍ خلاف جنگ کول غواړي.
د خپلو چوکو د پاره د دواړو نامزدگو حتمي منظوري به سنیټ ورکوي.
چک هیگل څوک دی؟
د نوي دفاع وزیر په توگه نومول شوی چک هیگل نوم د ریپبلیکن گوند سنیټر پاتې شوی دی. ٦٦ کلن هیگل د نیبراسکا ریاست اوسیدونکی دی.
د ایران او اسرئیل په حقله د خپل دریز په لړ کې هیگل کانگرس نه د منظورۍ ترلاسه کولو په مهال د مشکل سره مخ کړی شي.
هیگل په ایران د یو اړخیز بندیزونو مخالفت کړی دی او د کانگرس غړو اسرائیل د پاره د هغه د ملاتړ په حقله پوښتنې راپورته کړې دي.
سنیټر لنډسی گراهم د اتوار په ورځ سي این این ټیلې وژن ته یوه مرکه کې ویلي د دفاع وزارت د پاره صدر براک اوباما د هیگل انتخاب د لانجو نه ډک دی.
که چرې سنیټ يي د نامزدگۍ منظوري ورکړه نو چگ هیگل به د دفاع وزیر یا د پینټگان د مشر په حیث د لیان پنیټه ځائي وونیسي.
جان برینن، پیژندگلو او پس منظر
د امریکې د جاسوسۍ ادارې سي ائي ای د مشرۍ د پاره صدر براک اوباما د قامي سلامتیه د پاره خپل سلاحکار جان برینن نامزد کړی دی.
جان برینن د سي ائی ای افسر پاتی شوی دی او سعودي عرب کې د سي ائی ای د دفتر مشر هم وو.
جان برینن کال ٢٠٠٩ کې هم براک اوباما د سي ائی ای د مشر په توگه نامزد کړی وو خو د تفتیش د لانجمنو طریقو سره د هغه نوم تړل کیدو په وجه ددغه نامزدگۍ نه ورستو شو.
سنیټ نه د منظورۍ ورستو به جان برینن د ډیوډ پیټرئیس ځائي نیسې چې تیر کال د جنسي سکینډل په ترڅ کې يي د خپلې چوکۍ نه ښکته شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG