لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائيلي او فلسطيني مشرانو سره دهيلري کلنټن ليده کاته


د اسرائیل تل ابیب ښار کې یو بس کې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ کسان زخمیان شوې دي. اسرائیلي چارواکو پیښه ترهگري گرځولې ده
د اسرائیل تل ابیب ښار کې یو بس کې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ کسان زخمیان شوې دي. اسرائیلي چارواکو پیښه ترهگري گرځولې ده
داسرائيل او حماس دجنگيالو ترمينځ دتشدد ختمولو لپاره دسفارتي هلو ځلو باوجود داسرائيل او غزه لخوا په يو بل دشورو په ورځ هم دفضائي بريدونو لړۍ روانه ده، چې پکې تر دې مهاله 130 فلسطينيان او پينځه اسرائيليان وژل شوي دي.
دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن دفلسطين مشرانو سره په رمله کې ليدنه کړې ده او دمصري صدر محمد مرسي سره په قاهره کې دليدنې پلان لري.
د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون هم رمله کې د فلسطیني صدر محمود عباس سره منځني ختیز کې په روان کړکیچ خبرې اترې کړې دي.
دنهې په ورځ يروشلم کې هغې داسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو او نورو مشرانو سره دسيمې په تاؤژن صورتحال تر دوؤ ساعتو بحث کړى وو.
هيلري کلنټن وئيلي دي چې امريکا به دخپلو نورو شراکت دارانو سره په شريکه دلته په اسرائيل کې او بل لوري ته ديوې نتيجې ترلاسه کولو لپاره خپل کار دوامداره ساتي، داسرائيل دخلکود تحفظ، دغزه دحالاتو ښه کولو او دسيمې دټولو خلکو لپاره دجامع امن لپاره به گامونه اخستى شي.
نيتن ياهو وويل اسرائيل به دخپلو وگړو دتحفظ لپاره هر گام اخلي او زياته يې کړه چې يو هيواد هم پخپلو وگړو بريدونه نۀ شي زغملى.
هيلري کلنټن وويل په اسرائيل دې راکټي بريدونه اودرول شي.
هغې دا هم وويل چې دهر اسرائيلي او فلسطيني وگړي دوژنې له امله دهغې زړۀ درزيږي.
بل خوا د اسرائیل تل ابیب ښار کې یو بس کې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ کسان زخمیان شوې دي. اسرائیلي چارواکو پیښه ترهگري گرځولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG