واشنگټن کې به افغان صدر خپل امریکني هم منصب براک اوباما سره د لیده کاته وړاندې د شورو او زیارت په ورځ خارجه دفتر یا سټیټ ډپارټمنټ اود دفاع وزارت یا پینټگان چارواکو سره خبرې اترې کوي.
افغان او امریکائي چارواکو ویلي د صدر حامد کرزۍ د امریکې د سفر په مهال به د دواړو هیوادونو په منځ کې په یو شمیر موضوعاتو مزاکرات کولی شي چې پکې د اقتصاد، افغانستان کې د سولي عمل او افغان ځواکونو ته د امنیت ذمه واریو د سپارلو ټکې شامل دي.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې تیره هفته ویلې د صدر کرزۍ د امریکې د سفر په مهال به په گڼ شمیر اهمو موضوعاتو خبرې اترې کولی شي چې پکې افغانستان کې د کال ٢٠١۴ ورستو د امریکائي ځواکونو د شمیرې خبره هم شامل ده.
د افغان صدر یو ترجمان صفت صافي وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته د ښاغلي کرزۍ د امریکې سفر په حقله یوه مرکه کې ویلي وو افغان مشر به افغان ځواکونو ته د وسلې رسد په حقله هم د امریکائي چارواکو سره خبرې اترې کوي.
افغان صدر د امریکې سفر په داسې مهال کوي چې افغانستان کې د اداري فساد او هیواد کې د امن پرځائی ساتلو په لړکې د افغان ځواکونو د صلاحیت په اړه لا اندیښنې موجود دي.
د نهې په ورځ جنوبي افغانستان کې افغان پوځ په جامو کې یو وسله وال یو برطانوي عسکر په ډزو وژلی دی. طالبانو د برید ذمه واري قبوله کړې ده.
د واشنگټن نه خوریدونکې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ د صدر حامد کرزۍ د امریکې د سفر په حقله تیره هفته خپل یو رپورټ کې لیکلې هغه د گلو یو لوې فهرست په لاس د واشنگټن سفر کوي. رپورټ وايي افغان صدر یوه گله دا هم کوي چې افغانستان کې اداري فساد د امریکې د لاسه زیات شوی دی