واشنگټن —
د ملگرو ملتونو اکثریتي غړي هیوادونو د ووټ اچونې د لارې په لوې اکثریت د فلسطین ریاست تسلیم کړو چې تجزیه کار يي د فلسطینیانو د پاره اهمه گټه خو د امریکې د پاره یو سفارتي ماتی گڼې.
اسرائیل او امریکې د زیارت په ماښام ملگرو ملتونو کې د فلسطیني قرارداد په لوې اکثریت د منظورۍ مخالفت ووکړو او دا يي د اسرائیل او فلسطینیانو په منځ کې د امن په لاره کې یو خنډ ووگرځولو. د امریکې خارجه وزیرې هیلري کلنټن د ملگرو ملتونو کې د فلسطیني قرارداد په سر ووټ اچونه د گټې پرضد د بدمرغۍ گام ووگرځولو.
ملگرو ملتونو کې د امریکې استازې سوزن رائس هم د فلسطیني قرارداد د منظورۍ مخالفت ووکړو او وې ویل چې دا به د امن په لاره کې نور خنډان راپورته کړي.
د فلسطیني ریاست تسلیمولو دپاره د ملگرو ملتونو ١٩٣ غړي هیوادونو کې ١٣٨ هیوادونو د قرارداد په حق کې خپله رائې ورکړه. نهه هیوادونو يي مخالفت ووکړو او ۴١ هیوادونو ووټ اچونه کې برخه وانخسته.
د قرارداد منظوریدو په نتیجه کې ملگرو ملتون کې د فلسطین د نمائندگۍ درجه لوړه شوه. فلسطین به د یو مبصر هیواد په حیث ملگرو ملتونو کې نمائندگي لري خو د ادارې رسمي غړیتوب به نه لري.
د قرارداد د منظورۍ سمدستي ورستو فلسطیني استازو د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ کې د خپلو چوکو پشا فلسطیني بیرغ په هوا کړو او فلسطینیي سیمو کې فلسطینیانو خوشحالۍ وونمانځلې.
مبصرین وايي د فلسطین د ازادۍ خوب په حقیقت کې بدلیدولو د پاره لا اوس هم ډیر وخت پاتې دی چې یواځې د اسرائیل او فلسطینیانو په منځ کې نیغ په نیغه د مزاکراتو د لارې ترلاسه کیدی شي. د اردن دریاب په غربې ساحلي سیمه یا ویسټ بینک، ختیز یروشلم، او غزه ته د رسد لارې اوس هم د اسرائیل د ولکې د لاندې دي. اسرائیل ویلي فلسطینیان د مزاکرات لمنځه لرې کولو د پاره د ملگرو ملتونو د قرارداد لار اختیاروي.
د ووټ اچول کیدو نه وړاندې د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کولو په مهال د فلسطین صدر محمود عباس وویل ملگرو ملتونونه غوښتنه کولی شي چې د فلسطیني ریاست د پاره دې د ځگیدنې سند جاري کړي. هغه وویل دا به ورستۍ موقع وي چې منځني ختیز کې د دواؤ ریاستونو، فلسطین او اسرائیل، حق تسلیم کړی شي.
خو اسرائیلي وزیراعظم بینجن نیټن یاهو د محمود عباس د تقریر مخالفت ووکړو. هغه وویل فلسطیني مشر خپله وینا کې د اسرائیل خلاف بې بنیاده پراپیگینډا کړې ده.
د ووټونو گټلو په نتیجه کې رپورټونه وايي فلسطینیان اوس د ملگرو ملتونو مختلفو ادارو ته رسائي کولی شي چې اهم پکې د جرائمو خلاف نړي وال عدالت یا انټرنیشنل کریمنل کورټ گڼلی کیږي. رپورټونه وايي فلسطینیان اوس دغه عدالت ته د اسرائیل خلاف د جنگي جرمونو او یا د فلسطینیانو نه قبضه شوؤ مزکو باندې د اسرائیلیانو د ابادکارۍ مقدمې وړلی شي.
کال ١٩۴٧ کې هم د نومبر په ٢٩ مه نیټه د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ اسرائیل د یو ریاست په توگه د تسلیمولو فیصله د ووټ اچونې د لارې ووکړه چې یهودیانو پې هاغه وخت خوشحالۍ نمانځلې وې. لکه د موجوده وخت اسرائیل په رنگ د کال ١٩۴٧ د ملگرو فیصلې فلسطینیان د خفگان سرخ مخامخ کړل.