لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:مخور قبایلي مشر ملک عبدالخالق د وسله والو برید کې وژل شوی


د سیمې څخه یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ، وي او اې ډیوه ته ویلي چې په ملک عبدالخالق دا برید د جمعې په ورځ د پوځي چاونۍ په سیمه کې د ایف سي کیمپ اؤ پولیس لاین تر څنګ شوی دی
د سیمې څخه یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ، وي او اې ډیوه ته ویلي چې په ملک عبدالخالق دا برید د جمعې په ورځ د پوځي چاونۍ په سیمه کې د ایف سي کیمپ اؤ پولیس لاین تر څنګ شوی دی

امنیتي سرچېنې وايي د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې یو مخور قبایلي مشر ملک عبدالخالق د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د سیمې څخه یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ، وي او اې ډیوه ته ویلي چې په ملک عبدالخالق دا برید د جمعې په ورځ د پوځي چاونۍ په سیمه کې د ایف سي کیمپ اؤ پولیس لاین تر څنګ شوی دی.

دغه سرچینې وویل چې نامعلومه وسله والو په ملک عبدالخالق ناتاره ډزې وکړې چې پکې هغه وړومبی سخت ژوبل شو اؤ په سمدستي توګه د علاج لپاره د وانا ضلعي روغتون ته ورسولی شو.


سرچینې وایي د وانا هسپتال نه وروسته ملک عبدالخالق په ژوبل حالت کې د ډيره اسماعیل خان ضلعي روغتون ته رسول کېدو چې په لاره یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

پولیس وایي چې د پېښې له ځایه یې مهم شواهد ترلاسه کړي اؤ د پېښې پلټنې یې پېل کړي خو لا یې ددې پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

سرچینې وایي چې ملک عبدالخالق په سیمه کې د امنیتي ځواکونو اؤ حکومتي چارواکو سره ښې اړیکې لرلې اؤ د پاکستان حکومت ورته صدارتي ایوارډ هم ورکړی ؤ.

په سمدستي توګه د ملک عبدالخالق د وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په قبایلي ضلعو کې په قامي مشرانو اؤ امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG