لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : ځانمرگي بريد کې 42 کسان وژل شوي


Mideast Syria
Mideast Syria
دميډيا راپورونو ترمخه دشام دپايتخت دمشق په يو تاريخي جومات کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې دحکومت پلوه مذهبي مشر محمد البوطي پشمول 42 کسان وژل شوي دي.
په دغه بريدکې د80ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي.
دزيارت په ورځ دترسره شوي دغه بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى،داپوزيشن مشر احمد معاذ الخطيب فرانسيسي خبري ادارې ته وويل چې دالبوطي وژنه يو جرم دى اؤ مونږ دغه عمل ردوؤ.
له دې وړاندې دزيارت په ورځ دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دشامي حکومت د هاغو تورونو دپلټنو امر کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ ياغيانو راکټي بريد کې کيميائي وسله استعمال کړې وه.
بانکي مون دشام په ټولو فريقينو ټينگار کړى ؤ چې دپلټونکو سره دې بشپړه همکاري وکړي.
دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې واشنگټن به پخپله هم ددغه معامله پلټنه کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG