لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرغيزستان کې سلمان خورشيد او دسرتاج عزيز ليدنه


د هند لخوا نيغ په نيغه دممبي ترهه ګر بريدونو تور پاکستان کې د جماعت اددعوي مشر حافظ سيعد باندي لګولي
د هند لخوا نيغ په نيغه دممبي ترهه ګر بريدونو تور پاکستان کې د جماعت اددعوي مشر حافظ سيعد باندي لګولي
دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز دجمعې په ورځ دکرغيزستان په پلازمينه بشکاک کې دهند دخارجه چارو وزير سلمان خورشيد سره ليدنه کړې ده.
سرتاج عزيز دکرغيزستان پلازمينه کې دروان شنگهائي تعاون تنظيم ( ايس سي او) کې دپاکستاني هيئت مشري کوي.
دپاکستان اؤ هند وزريراعظامانو ترمنځه کيدونکي ملاقات نه وړاندي دواړو هيوادنو اعلي سفارتي مشرانو ترمينځه ملاقات شوي دي اؤ په دې کې د دواړو هيوادنو ترمينځه دپولو حد بندي يا لاين آف کنټرول باندي د تاوژن حالاتو نه علاوه دوه اړخيزه تعالوقاتو باندي خبري شوې دې.
دې ملاقات نه ميډيا په باضابطه توګه نه ده خبره کړي شوي خو مطبوعات واي چي په دي کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې دپاکستان وزير اعظم نواز شريف اؤ هند وزير اعظم منموهن سنگ ترمينځه کيدونکې ملاقات امورو حتمي کولو باندي خبرې شوي دي.تيره ورځ د هند خارجه وزير ويلي وؤ چي دې ملاقات نه وړاندي دې پاکستان د هند تحفظات دې ختم کړي.
هند کال ٢٠٠٨ ممبي ترهه ګر بريدنو تور په پاکستان کې موجود کالعدم تنظيمونو باندي لګوي اؤ پاکستان نه ددوي خلاف د سختو کارواييو غوښتنه کوي خو دپاکستان دا دريز دې چي په دې معاملې پاکستان ځني خلق نيولي دې ،د هند لخوا نيغ په نيغه دممبي ترهه ګر بريدونو تور پاکستان کې د جماعت اددعوي مشر حافظ سيعد باندي لګولي دې اؤ هند د حافظ سيعد په آزاده توګه پاکستان کې اوسيدو اؤ په ښکاره لويو غونډو ته وينه باندي هم څو واري په پاکستان ټکونه کړي دې خو پاکستان واي چي حافظ سيد د عدالتونو لخوا رها کړې شوي دې.امريکي لخوا په حافظ سيعد په اړه داسي معلومات چي پري دوي اونيولي شي د لسو ميلينو ډالرو اعلان هم شوي دې اؤ اکثر له هيوادونو ددوي تنظيم ترهه ګر ګرزولي دې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG