دپاکستان سپريم کورټ دکرايه د بجلي گهرونو اخستو منصوبه کې دغبن دپلټنو لپاره دکميشن دجوړولو په حواله دپخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف خط په عدالتي چارو کې دمداخلت هڅه گرځولې اؤ هغه ته يې دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړى دى.
دزيارت په ورځ دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ ددغه مقدمې اوريدنه وکړه اؤ وې وئيل پخواني وزيراعظم دخط په ليکلو سره په عدالت داثرانداز کيدو هڅه کړې ده.
چيف جسټس پخپلو څرگندونو کې وويل راجه پرويز اشرف دعدالت له لوري ديو بيل کميشن دجوړولو هڅه کړې چې دا دمقرر شوي عمل دمکمليدو پرته عدالت څخه داسانتيا غوښتو برابر گام دى.
محکمې وويل دوزيراعظم په حيثيت کې عدالت ته خط ليکل په عدالت داثرانداز کيدو برابر دي.
افتخار محمدچوهدري وويل عدالت ته دخط ليکلو پځايې وزيراعظم راجه پرويز اشرف په شخصي حيثيت کې يا دکوم وکيل په ذريعه هم دغسې غوښتنه کولى شوه.
عدالت ددغه مقدمې اوريدنه تر دوؤ اوونو ځنډولېاؤ راجه پرويز اشرف ته يې دراتلونکې اوريدنې په مهال په ذاتي توگه دپيش کيدو امر کړى.
پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف دخپل حکومت په وروستو ورځو کې دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په نوم يو خط ليکلى ؤ چې پکې هغه دکرايې دبجلي گهرونو منصوبو کې دبدعنوانۍ په اړه خپل ځان داحتساب لپاره دپيش کولو سره عدالت څخه غوښتنه کړې وه چې ددغه معامله دپلټنو لپاره دې دشعيب سډل په مشرۍ کې کميشن جوړ کړل شي.
دراجه پرويز اشرف وکيل وسيم سجاد عدالت کې دريځ خپل کړى چې په مقدمه کې عام وگړي هم چيف جسټس ته دغه شان خطونه ليکي چې په دې عدالت وويل راجه پرويز اشرف دوزيراعظم په حيث دغه خط ليکلى ؤ اؤ پخپله په دغه مقدمه کې نومول شوى ملزم هم دى.
خط کې راجه پرويز اشرف وئيلي ؤ چې دوزيراعظم په توگه هغه دغه تورونه درياست بدنامي گڼي اؤ دکرايې دبجلي گهرونو په اړه دمنفي پروپيگنډې له امله هغه مايوسه شوى اؤ زړۀ يې ازار شوى.
راجه پرويز اشرف پخپل خط کې دعوه کړې وه چې هغه کله هم په قومي احتساب بيورو( نيب) دنيغ په نيغه يا باالواسطه ډول داثرانداز کيدو هڅه نۀ ده کړې.
دبجلۍ په بحران دقابو موندلو لپاره دپيپلز پارټۍ شريک حکومت 2008م کې دکرايې دبجلي گهرونو ترلاسه کولو منصوبه شروع کړې وه، په دغه مهال راجه پرويز اشرف داوبو اؤ بجلۍ وفاقي وزير ؤ.
په دغه منصوبه کې دبدعنوانۍ دمقدمو مخې ته دراتللو وروستو سترې محکمې 2010م کې ددغه منصوبې په اړه ټول تړونونه منسوخ کړي وؤ اؤ دککړو کسانو په ضد يې نيب ته دکارروايۍ کولو امر کړى ؤ.
دپاکستان دقومي احتساب بيورو( نيب) چئيرمين فصيح بخاري عدالت کې ورکړل شوي خپل يو بيان کې وئيلي ؤ چې دراجه پرويز اشرف اؤ نورو نومول شوؤ پينځلسو کسانو په ضد دبجلي گهرونو منصوبو کې دبدعنوانۍ دتورونو پلټنې نامکملې اؤ ناقصې وې.