دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک هاغه راپورونه په سختۍ سره رد کړي چې پکې وئيل شوي وؤ په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دسامان درسد لپاره دپاکستان فضائي حدود کارولى شي.
دجمعې په ورځ دپارليماني برني ايوان يا سينيټ ته پخپله وينا کې دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک وويل “ دنيټو سپلائي تر دې مهاله نۀ ده بحال شوې او دلويديزو پوځونو دسپلايۍ بيا شروع کولو لپاره نۀ خو په پاکستان کې کوم ائيرپورټ او نۀ کوم ائيربيس استعمال شوى”
درحمان ملک دغه بيان يوه ورځ وروستو له هغې مخې ته راغلى چې په پاکستان کې دامريکا سفير کيمرون منټر په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل که هر څو ځمکنۍ لارې دنيټو دسپلايۍ لپاره تړلې دي خو دپاکستان فضائي حدود ددې مقصد لپاره کارولى شي.
رحمان ملک دپاکستان مسلم ليگ(ن) سره دتعلق لرونکي سناتور ظفرعلي شاه ددې پوښتنې ځواب ورکولو چې چا دنيټو سپلايۍ لپاره دپاکستان دفضائي حدودو کارولو اجازه ورکړې.
دجمعيت علماء اسلام سناتور پروفيسر خورشيد دظفرعلي شاه دنظر سره اتفاق وکړو او وې وئيل چې ددې هيواد فضائي حدود ددرناوي وړ دي.
دکورنو چارو وزير وويل دى به دبهرنو چارو يا ددفاع وزيرانو څخه غوښتنه کوي چې ايوان ته په دغه معامله دگل په ورځ يو جامع بريفنگ ورکړي.
دبلوچستان په اړه ديوې پوښتنې په حواب کې رحمان ملک وويل په کال 2011ء کې په بلوچستان کې په گمارل شوؤ دفرنټئير کور او پاکستان کوسټ گارډز باندې 14.59 بلينه روپۍ مصرف کړل شوي، هغه وويل چې په صوبه کې دايف سي 48,928 او دپاکستان کوسټ گارډز 2,057 عسکر گمارل شوي.
دبلوچستان دپيکج په اړه هغه وويل چې ددغه پيکج په ٨٥ فيصده برخه عمل شوى.
هغه وويل چې په ايف سي کې به ځوانان بلوڅان گمارل شي او دايف سي دگمارلو په اړه به ددې مقصد لپاره د1961 په ايکټ کې بدلون کولى شي.
رحمان ملک دنيټو سپلايۍ لپاره دفضائي حدودو دکارولو بيان رد کړى

درحمان ملک دغه بيان په داسی هال راغلی راغلى چې یوه ورځ وړاندی په پاکستان کې دامريکا سفير کيمرون منټر په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل که هر څو ځمکنۍ لارې دنيټو دسپلايۍ لپاره تړلې دي خو دپاکستان فضائي حدود ددې مقصد لپاره کارولى شي.
1