لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې خبریالانو د همکار د وژنې پر ضد احتجاج وکړو


احتجاج کونکو خبریالانو تېرہ ورځ په کوټه کې د وژل شوي خبریال عبدالواحد رئیساني د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړ‎ہ
احتجاج کونکو خبریالانو تېرہ ورځ په کوټه کې د وژل شوي خبریال عبدالواحد رئیساني د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړ‎ہ

د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې خبریالانو د خپل یو همکار په ھدفي حمله کې د وژل کېدو پر ضد احتجاج او د صوبايي اسمبلۍ د غوڼدې نه بایکاټ وکړو

خبریالانو د صوبايي اسمبلۍ مخ ته احتجاج کې کارډونه را اخیستي و او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړ‎ل۔

احتجاج کونکو خبریالانو تېرہ ورځ په کوټه کې د وژل شوي خبریال عبدالواحد رئیساني د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړ‎ہ۔

احتجاج کونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په تېر پنځلس کالو کې د بلوچستان په بېلا بېلو پېښو کې د خبریالانو د وژل کېدو پېښو د پلټنو لپارہ دې عدالتي کمیشن جوړ‎ کړي.

د بلوچستان په عدالتي اسمبلی کې د وژل شوي خبریال عبدالواحد په حق کې دعا هم وشوہ۔

حکومتي او د حزب اختلاف غړ‎و له احتجاج کونکو خبریالانو سرہ ولیدل او د دوی غوښتنو لپارہ په ایالتي اسمبلی کې د ږ‎غ پورته کولو باور ورکړ‎۔

د لیدلو پر مهال صوبايي وزیرانو زمرک خان اڅکزي او یار محمد رند وویل د خبریالانو تحفظ د حکومت زمه واري وي۔

د بلوچستان د اعلا وزیر جام کمال د اطلاعاتو مشیرې بشری رند وویل له وزیر اعلا سرہ به د خبریالانو غوښتنې شریکوي۔

بشری رند وویل په ایالت کې امنیتي ځواکونو ھم قرباني ورکړ‎ې دہ قاتلین یې نه دي گرفتار شوي۔

خبریالانو وویل د ھر وژل شوي کېس قاتلان نیول د حکومت زمه واري دہ ۔

د ایالتي اسمبلی د غړ‎و په باور خبریالانو احتجاج ختم کړ‎ او د ایالتي اسمبلۍ اجلاس کې شریک شول۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG