لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غربت او بې روزگاري دترهه گرۍ ستر علتونه دي: وزيراعظم پرويز اشرف


A woman shouts during a vigil in Abuja calling for the release of Nigerian schoolgirls abducted in the remote village of Chibok.
A woman shouts during a vigil in Abuja calling for the release of Nigerian schoolgirls abducted in the remote village of Chibok.
دزيارت په ورځ دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف ژمنه کړې ده چې څوک به دجمهوري عمل دپاټلۍ څخه غورځيدو ته پرې نۀ ږدي اوزياته يې کړې يې ده چې پاکستان کې دجمهوريت دبرقراره ساتلو لپاره بې شميره قربانۍ ورکړل شوي دي.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دوفاقي کابينې دغونډې په مهال راجه پرويز اشرف وويل چې راتلونکي عام انتخابات به دائين سره سم پخپل مقرر وخت کولى شي.
وزيراعظم په پاکستان کې دتندلارو داوسنو بريدونو غندنه او ترهه گرۍ ته دماتې ورکولو لپاره يې دپاکستاني حکومت اراده تکرار کړه.
کابينې دعوامي نيشنل پارټۍ دوژل شوي مشر بشيراحمدبلور او دترهه گرۍ اوسنو پيښو کې دوژل شوؤ ټولو کسانو په حق کې دعا وکړه.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې چې پاکستان کومې قربانۍ ورکړي نړۍ دهغې څخه خبر ده، پاکستان په دغو بريدونو کې 30,000 اولسي وگړي او د5,000ؤ څخه زيات وسله وال پوځيان بائيللي دي.
وزيراعظم وويل غربت او ناخواندگي دترهه گرۍ ستر علتونه دي او دبې روزگارۍ خاتمه او روزگار دموقعو پيدا کولو سره به خلک دترهه گرو په جال کې نۀ پريوځي.
دهغه وينا وه دغربت او بې روزگارۍ دختمولو په اړه دهغه حکومت دبې نظير انکم سپورټ پروگرام پشان پروگرامونه پځايې کړي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG