لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور نه تښتول شوي امريکائي داسرائيلي وزيراعظم نه مرسته غوښتې


وائنسټائن تير کال داگست په مياشت کې دپاکستان دپنجاب صوبې دسرښار لاهور څخه وروستو له هغې تښتول شوى ؤ چې وسله والو کسانو دهغه ساتونکو ته دهوکه ورکړه
وائنسټائن تير کال داگست په مياشت کې دپاکستان دپنجاب صوبې دسرښار لاهور څخه وروستو له هغې تښتول شوى ؤ چې وسله والو کسانو دهغه ساتونکو ته دهوکه ورکړه
دشورو په ورځ دالقاعده لخوا جاري شوې يوه ويډيو کې پاکستان څخه يو کال دمخه تښتول شوي امريکائي امدادي کارکوونکي دځان دخوشې کيدو په بدل کې داسرائيلي وزيراعظم څخه دالقاعده دغوښتنو پوره کولو غوښتنه کړې ده.
Warren Weinstein دالقاعده دغوښتنو سپيناوى نۀ دى کړى خو په تيرو وختونو کې دهغه دخوشې کيدو په بدل کې القاعده دتندلارو دخوشې کولو او امريکائي فضائي بريدونو داودرولو غوښتنه کړې.
امريکائي امدادى کارکوونکى وائي صدر براک اوباما او دامريکا حکومت دهغه په کيس کې دلچسپي نۀ ده ښودلې.
هغه اسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتهن ياهو څخه مرسته غوښتنې او وئيلي يې دي وزيراعظم نيتهن ياهو دې ددغه تندروه ډلې غوښتنې ومني ترڅو هغه خپلې کورنۍ ته بيرته ورشي.
هغه پخپل بيان کې دا نۀ ده په ډاگه کړې چې څنگه اسرائيلي مشر امريکائي فضائي بريدونه اودرولى يا په ټوله نړۍ کې شکمن جنگيالي خوشې کولى شي؟
ښاغلى وائنسټائن په دغه ويډيو کې ناست ليدلى شي او هغه يو سپين ټي شرټ اغوستى، په دغه ويډيو کې دهغه تښتونکي نۀ ليدل کيږي.
دميډيا ويب پاڼو څارونکې په امريکا کې دقائمې ډلې انټيل سنټر ترمخه دغه ويډيو په انټرنيټ دالقاعده دميډيا څانگې السحاب لخوا پوسټ کړل شوې ده.
وائنسټائن تير کال داگست په مياشت کې دپاکستان دپنجاب صوبې دسرښار لاهور څخه وروستو له هغې تښتول شوى ؤ چې وسله والو کسانو دهغه ساتونکو ته دهوکه ورکړه.
تير کال ددسمبر په مياشت کې القاعده يوه ويډيو جاري کړې وه چې پکې ددغه ډلې مشر ايمن الظواهري وئيلي وؤ امريکائي به پريښودل شي خو که چرې په افغانستان، پاکستان ، صوماليه او يمن کې امريکا فضائي بريدونه اودروي.
الظواهري په دغه ويډيو کې په ټوله نړۍ کې دالقاعده او طالب جنگيالو دپريښودو غوښتنه کړې وه.
دمئ په مياشت کې وائنسټائن په يوه بله ويډيو کې وئيلي وؤ ترڅو چې صدر براک اوباما دالقاعده غوښتنې ونۀ مني هغه به ووژل شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG