لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوله پټی، کرکرونده او د پښتنو کلي وال ژوند


د کلې شین پټې
د کلې شین پټې
د کلي ژوند کۀ ډير ساده وي خو د سکون،ارام اؤ خوږو ډک وي ،دکلي ارمان هله بنده له ورشي کله چې دخپل کلي نه مسافرشي.
دښار دتيز رفتاره مشيني ژوند دننه کۀ اسانۍ ډيرې وي خو هربنده يې دومره په منډه کړى وي چې په دغه منډه کې يې زړگى ستړى ستړى وي اؤ غواړي چې کله به دمه اؤ سکون اومومي.
اکثر خلک چې دکلو څخه ښاريو کې ژوند اختيار کړي نو د ژوند په يو ډگر ارومرو ارمان کوي چې کاش بيايې يو ځل دخپل کلي ساده باده دسکون ډک ژوند نصيب شي.
ديو بل په درد درديدل،گډه غم ښادي،دسختې په وخت يو بل له لاس ورکول د کليوال ژوند خاصه گڼل کيږي.
دښار خلک کۀ د ژوند د ډيرو ضرورتونو اؤخواهشاتو پوره کولو دپاره شپه ورځ ناقراره اؤ په منډه وي نو د کلي خلک خپل محدود خواهشات هيڅ کله ناقرارتيا ته نۀ ورکوي.
د ورځې په پټو کې کرکرونده،مال له گياه کول اؤ دشپې حجرې ته راټوليدل دکليوال ژوند هاغه عکس دى چې دخپل کلي نه د بې کوره شوؤ مسافرو په سترگو کې لکه د خوب غړيږي.
دکليوال ژوند دغه خوارۀ وارۀ رنگونه په دې عکسونو کې ليدلى شئ
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG