لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عافیه صدیقي ملگرو فوزیه صدیقي په اوچه ډاگه پرېښوه


. خالد شیخ محمد او رمز‏ي یوسف دواړه پاکستان کې نیول شوي وو. په ورستي تور دی چې په ١٩٩٣ کې يي په نیویارک کې په ورلډ ټریډ سینټر بمي حمله کړې وه. خالد شیخ محمد د نیولو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي
. خالد شیخ محمد او رمز‏ي یوسف دواړه پاکستان کې نیول شوي وو. په ورستي تور دی چې په ١٩٩٣ کې يي په نیویارک کې په ورلډ ټریډ سینټر بمي حمله کړې وه. خالد شیخ محمد د نیولو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي
په امريکا کې په ترهگرۍ پړ شوې پاکستانۍ عافيه صديقي باندې د پاکستان مذهبي، ښي او ځينوکيڼ اړخو گوندونو د ٢٠٠٨م نه په دېخوا سياسي مېدان تود کړی وو خو چې وخت د عافيه صديقي د خور فوزيه صديقي په ټاکنو کې د برخې اخستو راغی نو جماعت اسلامي او نورو سياسي پارټيو فوزيه صديقي په اوچه ډاگه پرېښوده. نوموړې ته په انتخاباتو کې د جماعت اسلامي په گډون، په پاکستان کې د عافيه صديقي نورو وکيلانو لکه په کيڼ اړخو کې پيپلز پارټۍ ، اېم کيو اېم او په ښي اړښو کې مسلم ليگ (ن) او (ق) او د کرکټ پخواني ستوري عمران خان تحریک انصاف هم د ملاتړ نه ډډه کړې.
تر دې دمه داسې ښکاري چې فوزیه صدیقي به اوس د کراچۍ نه د پارلیمان د ٢٥٠ مې څوکۍ لپاره په ازاده توگه د جماعت اسلامي د نعمت الله خان سره مقابله کوي. پاکستاني میډیا کې رپورټونه وايي چې د ملاتړ پرځائې جماعت اسلامي غواړي فوزیه صدیقي په ټاکنو کې د برخې اخستو نه پشا شي. د پاکستان د قامي اسمبلۍ د ٢٥٠مې څوکۍ لپاره پخواني پوځي امر جنرل پرویز مشرف هم کاغذونه ورکړي وو خو انتخابي چارواکو د جنرل صیب کاغذونه رد کړي وو.
مذهبي، ښي او کیڼ اړخه گوندونه که اوس د عافیه صدیقي سره درغلي کوي نو پخوا يي د عافیه صدیقي په اړه پاکستاني اولس ته هم رېښتیا نه دي ویلي. دغو ټولو په گډه عافیه صدیقي باندې د ترهگرۍ لگول شوي تورونه دروغ بللي وو او هغه يي "سپین باز" گرځولې وه.
د پیپلز گوند پخواني وزیراعظم سید یوسف رضا گیلاني ورته په پارلیمان کې د "دختر پاکستان" لقب ورکړی وو. جماعت اسلامي او جمیعت علما اسلام به د عافیه صدیقي په سر د احتجاجونو مشري کوله او په اولس کې به يي د هغه وخت د پاکستان حکومت او امریکا ضد احساسات پارول. مسلیم لیگ نون، تحریک انصاف، او په ظاهره کیڼ اړخه ایم کیو ایم ټولو په پارلیمان او میډیا کې د عافیه صدیقي قضیه پخپلو سیاسي دکانونو کې لکه د سوچه شهدو او پیوو په شان خرڅوله. ځائې په ځائې پریس کانفرنسونو، جلسې جلوسونه او شعارونه دا هغه وخت تر ټولو ښه خرڅیدونکې توکي وو.
د عافیه صدیقي په ترهگرۍ کې د ممکنه ککړتیا په اړه ټول سیاسي گوندونه چپه خوله وو. او په دغه تگ لاره اخیری مهر بیا پخواني وزیراعظم په پارلیمان کې وولگو. عام اولس ته د عافیه صدیقي په اړه د بهرنۍ میډیا او یا بیا هله خبر شول چې پاکستان کې موجودو ترهگرو او تند لارو ډلو د عافیه صدیقي د نیولو پر ضد د بدل اخستلو گواښونه ورکول پیل کړل او د هغې په نوم يي "عافیه صدیقي بریگیډ" جوړ کړو. دغه شان په بهرنۍ میډیا کې دا خبرونه خپور شول چې د عافیه صدیقي لومړی خاوند مشکوک ترهگر وو او دویم خاوند عمار البلوچي په گوانټانامو کې د ترهگرۍ په تور بندي دی. او دا يي څه کوۍ چې خاوند یي د ١١ م سپټمبر د حملو د پلان کونکي خالد شیخ محمد رواره او د بل ترهگر رمزي یوسف د ترور ځوی هم دی. خالد شیخ محمد او رمز‏ي یوسف دواړه پاکستان کې نیول شوي وو. په ورستي تور دی چې په ١٩٩٣ کې يي په نیویارک کې په ورلډ ټریډ سینټر بمي حمله کړې وه. خالد شیخ محمد د نیولو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي خو د برطانيي ورځپاڼې انډیپنډنټ خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدی شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاگانو لکه واټر بورډنگ نه ورسته راغلی وو نو ځکه زیات باور پې کیدی نشي. رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریو بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.
د امریکې په عدالت کې د عافیه صدیقي سره انصاف باندې به تل د پاکستان مذهبي او ښي اړخه گوندونه ټکونه کوي خو د هغې د خور فوزیه صدیقي سره په انتخابي کمپاین کې د ملگرتیا نه کولو په سر، ناقدین به هم په جماعت اسلامي او یا د عافیه صدیقي نورو پلوي سیاسي گوندونو باندې نیوکې کوي او دا پوښتنه به کوي چې که د عافیه صدیقي په اړه د هغوي دریځ سم وو نو بیا ولې د دختر پاکستان خور فوزیه صدیقي په گډه د پارلیمان غړې نه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG