دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو اؤ دجيټ الوتکو لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو گوله بارۍ کې 15 کسان وژل شوي دي.
په کوزه اورکزو ايجنسۍ کې ترسره شوؤ دغو چاؤدنو کې 23 کسان ژوبل شوي هم دي.
راپورونه وائي لمړۍ چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دهنگو څخه کوهاټ ته تلونکى دمسافرو گاډى دسړک دغاړې د بم له لارې په نخښه کړل شواؤ دوهمه چاؤدنه دلمړۍ چاؤدنې ځايې سره نزدې شوې ده.
سرچينې وائي چې په لمړۍ په حسن زو نومې سيمه کې ترسره شوې اؤ چاؤدنه کې وژل شوي کسان دطالبانو ديو مخالف لښکر غړي وؤ.
داورکزو ايجنسۍ کې يو لوړپوړي انتظامي چارواکي محمود حسن يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال ددغه پيښې په اړه وويل دچاؤدنې په نتيجه کې 7 کسان وژل شوي،13 ژوبل شوي اؤ بس په مکمل ډول تباه شوى.
بلخوا دجيټ الوتکو لخوا په بره اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې 6 جنگيالي په نخښه کړل شوي دي.
دجيټ الوتکو گوله بارۍ کې دتندلارو درې ځالې هم تباه شوي دي.
بلخوا دخيبرايجنسۍ په سام نومې سيمه کې دزيارت په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک ددره ادم خيلو دطارق افريدي ډلې دوه تندروه کمانډران خراسان اؤ مظلوم يار وژل شوي دي.
داستخباراتي سرچينو ترمخه دغه دواړو تندروه کمانډران دنامعلوم وسله وال لخوا وژل شوي دي.