لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف ترهگرۍ خلاف دمشترکه تگ لارې غوښتنه کړې


 د وزيراعظم خطاب نه پس کانفرنس ته د استخباراتي ادارې آي ايس آي مشر ليفټينټ جنرل ظهير الاسلام د ترهه گرۍ اؤ امن اؤ امان په هکله بريفنګ ورکړو اؤ د پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني کانفرنس کښې موجود سياسي مشران د ترهه گرۍ پرضد جنگ کې د پاکستان د کردار په اړه اعتماد کې اغستي دي
د وزيراعظم خطاب نه پس کانفرنس ته د استخباراتي ادارې آي ايس آي مشر ليفټينټ جنرل ظهير الاسلام د ترهه گرۍ اؤ امن اؤ امان په هکله بريفنګ ورکړو اؤ د پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني کانفرنس کښې موجود سياسي مشران د ترهه گرۍ پرضد جنگ کې د پاکستان د کردار په اړه اعتماد کې اغستي دي
پاکستان کې د ترهه گري خلاف اؤقامي سلامتيه د پاره يوه تگ لاره جوړولو دپاره رابلل شوي ټول پارټرز کانفرنس ته وينا په وخت وزير اعظم ميا نواز شريف ويلي دي چي مذاکراتو د پاره د سنجيده هڅو ضرورت دی اؤ د ترهه گرۍ په رنگ مسلو باندي سياست دی اونه کړی شي.
ټول پارټيزکانفرنس چي پکښې پارليمان کې موجودسياسي ګوندونو نمايندګانو نه علاوه د څلورو صوبو اعلي وزيران هم شامل دي وينا په وخت وزيراعظم وويل چي پاکستان دا وخت د ترهه گرۍ، د خراب اقتصاد اؤ د توانائې د کمي په شان مسلو سره مخ دې اؤ باييد چي په دې مسلو سياست اونه کړي شي اؤ که چري دا مسلي حل نه شوي نو نقصان به ي يواځي اولس ته نه بلکه حکمرانانو ته به هم وي.
وزير اعظم وويل چي تر څو هيواد نه ترهه گري اؤ تند روي نه وي ختمه شوي تر هغه وخت پورې ممکن نه دي چي پاکستان يو نوې دور کې داخل شي.دوي زياتوي چي ترهه ګري له وجي نيزدي څلويښت زره نه زيات تنان چي پکښې د پوځ اؤ سيکوړټي ادارو تنان هم شامل دي وژل شوي دي اؤ ځاني نقصان نه علاوه خراب حالاتو له وجي دلته سرمايه کاري هم ختمه شوي ده.
نوازشریف وويل چي کله نه ددوي حکومت جوړ شوي دې نو دوي ترهه گرۍ باندي قابو راوستو د پاره د مذاکراتو خبره کوي اؤ اوس هم دوي دا واي چي دې دپاره د سنجيده هڅو ضرورت دې خو د مذاکراتو حتمي فيصله به د مشاورت نه پس کولي شي. دا کانفرنس د تړلو دروازو شاعته يا اِن کيمره دې خو د پاکستان مطبوعات ذرايو له خولي واي چي وزير اعظم دا هم ويلي دي چي مذاکراتو فيصله به د پاکستان خپله وي اؤ په دې بيروني فشار بلکل نشته.
وزيراعظم کانفرنس ته وينا په وخت داهم ويلي دي چي څنګه کراچي ښار کښې عملياتو باندي ټولو سياسي ګوندونو اتفاق ښودلی دې که چري ترهه ګري خلاف هم په اتفاق شي نو دا مسله ختميدی شي.
د وزيراعظم خطاب نه پس کانفرنس ته د استخباراتي ادارې آي ايس آي مشر ليفټينټ جنرل ظهير الاسلام د ترهه گرۍ اؤ امن اؤ امان په هکله بريفنګ ورکړو اؤ د پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني کانفرنس کښې موجود سياسي مشران د ترهه گرۍ پرضد جنگ کې د پاکستان د کردار په اړه اعتماد کې اغستي دي.
جنرل کیاني وویل ترهه گرۍ باندي سول اؤ پوځي مشرانو کې اتفاق موجود دی. طمعه ده چي ټول پارټيز کانفرنس اختتام باندي د ترهه ګري پرضد يو واضحه تګ لارې د پاره پريکړه هم منظوره کړي شي،وړاندي وزيراعظم ويلي وؤ چي دې ځلي په ټول پاټيز کښې هر څه فيصله اوشوه نو عملي کولي به شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG