اسلام آباد —
دپاکستان پارليمان کې د مخالفو ډلو مشر خورشيدشاه د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات مشکل ګرځولې دي خو د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز دشيد ويلي امن دپاره د مذاکراتو تائيد طالبانو هم کړی دی.
ميډيا سره خبرو په وخت پرويز رشيد ويلي امن دپاره حکومت د مذاکراتو لاره خپلول غواړي اؤ تيره ورځ ټول ګونديز کانفرنس کې موجود ټولو سياسي ګوندونو ددې تائيد کړی وؤ اؤ د ترهه گرۍ مخ نيوي دپاره به داسي پاليسي جوړولی شي چي د هيواد مفاد به په کې موجود وي.
تيره ورځ د قامي سلامتيه اؤ ترهه گرۍ مخ نيوي دپاره شوي ټول پارټيز کانفرنس کې يوه پريکړه منظوره شوي وه چي پکښې د امن قيام د پاره د مذاکراتو لاره خپلولو خبره شوي وه اؤ ويلي شوي وؤ چي په دې لړ کې به بيروني فشار نشي منلی.
دې هرکلی د طالبانو لخوا هم شوي وؤ اؤ د نهې په ورځ د اطلاتو مرکزي وزير وویل طالبانو سره د مذاکراتو دروازې خلاصوي اؤ د جرگي اؤ ثالثي په ذريعه به مذاکراتي عمل په مخ وړاندي بوتلل کیږي.
هغه وویل د مذاکراتو عمل کې به د کورنیو چارو وزير مرکزي کردار ادا کوي خود اطلاتو وزير دا نه دي ښکاره کړې چې دا مذاکرات به کله پيل کيږي.
پرويز رشيد داهم وویل چي کوم عناصر د مذاکراتو عمل سبوتاژ کولو حڅي کوي نو مخه به یي نيولی شي.
ټول ګونديز کانفرنس کې منظور شوي پريکړه کې قبايلي سيمو کې د ترهه گرو خلاف ډرون بريدنه د قامي سلامتيه خلاف گرځول شوي دي اؤ د اطلاتو وزير وویل امريکي سره په دې هکله څه لیکلې معاهده نه ده شوي خو تير حکومتونو امریکې سره زباني خبري اترې کړې وې.
بلخوا په پارليمان کې د مخالفو ډلو مشر خورشيد شاه ويلي دي پاکستاني طالبانو سره به مذاکرات کول آسان نه وي ځکه چي تيرو وختونو کې دغه شان ديارلس کوششونه ناکامه شوي دي. خو هغه زیاته کړه مجوزه مذاکراتو کې د مشکلاتو باوجود يي حکومت ته طالبانو سره د خبرو اترو په لړ کې خپل ملاتړ وړاندې کړی دی.