لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه بم چاؤدنه کې د مړو شمیره د ٨٠ ؤ نه سیوا شوې ده


Pakistan
Pakistan
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې دخالي په ماښام شوې د ريموټ کنټرول بم چاؤدنه کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول د وژل شوؤ کسانو شمیره ٨۴ ته رسیدلې ده.
بم چاؤدنه کې شو او خوا ٢٠٠ نور کسان زخمیان شوې دي.
صوبائي گورنر نواب ذوالفقار مگسي په پیښه د خفگان څرگندولو د اتوار ورځ په ماتم ورځ گرځولې ده. ددې ترسنگ د شیعه مسلک مذهبي تنظیم تحریک نفاظ فقه جعفریه ددریو ورځو د ماتم اعلان کړې دی.
رپورټونه وايي د سني مسلک وسله والې ډلې لشکر جهنگوي د بم چاؤدنې ذمه واري په قبوله کړې ده. غیر قانونه گرځول شوې دغه تنظیم باندې پاکستاني چاوراکو ددې نه وړاندې هم د شیعه مسلک خلکو باندې د حملو الزامات لگولې دي.
دغه بمي چاؤدنه دکوټې ښار په کيراني روډ ديو سکول سره نزدې ترسره شوې ، کوم چې دهزاره ټاؤن سره نزدې موقعيت لري اؤ اؤ غږ يې تر لرې لرې اوريدل شوى. دچاؤدنې له امله نزدې يو شمير گاډو اؤ ودانو ته هم زيان رسيدلى.
په کوټه کې سينئر پوليس افسر وزير خان ناصر وائي چې دا يوه فرقه ييز بريد ؤ چې هدف يې شيعه ورورولي وه.
په کوټه کې تيره مياشت هم يوه بمي چاؤدنه کې گڼ شمير شيعه مسلمانان په نخښه کړل شوي وؤ چې وروستو دشيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکو ددغه پيښې په ضد کوټلى احتجاج اؤدخپلو مړو ښخولو څخه انکار کړى ؤ.
دشيعه گانو ددغه احتجاج په نتيجه کې دپاکستان دبلوچستان ايالت منتخب حکومت گوښه کړل شوى اؤ گورنرراج پځايې کړل شوى ؤ، چې تر دې مهاله په بلوچستان کې گورنر راج پځايې دى.
پوليس مشر وويل دوژل شوؤ کسانو تعلق دهزاره ورورولۍ سره دى اؤ چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې ده اؤ بم دسړک په غاړه ښخ کړل شوى ؤ.
صوبائي داخله سيکرټري اکبر حسين دراني دپيښې پخلى کړى اؤ وائي چې په وژل شوؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
په هزاره ټاؤن سيمه کې زياتره دهزاره شيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي خلک ميشته دي.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته امدادي ډلې اؤ امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ ژوبل کسان بولان ميډيکل کمپليکس اؤ نورو روغتونو ته رسول کيږي.
دچاؤدنې وروستو په ټولو روغتونونو کې بيړنى حالت لگول شوى.
سرچينې وائي دچاؤدنې وروستو په سيمه کې په دمې ، دمې سره ډزې هم روانې دي اؤ په ځائي اوسيدونکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.
سرچينې وائي دبمونو په ناکاره کوونکې دپوليسو په ډله، امدادي ډلو، دامنيتي ادارو په چارواکو اؤ امنيتي ځواکونو دپاريدلو خلکو له لوري کاڼي ورول شوي اؤ په سيمه کې په دمې دمې سره ډزې هم روانې دي.
دچاؤدنې وروستو پاريدلو کسانو دکوټې په بيلا بيلو سيمو کې اړى گړى خور شوى اؤ پاريدلو کسانو په گاډو هم کاڼي ورولي.
مجلس وحدت المسلمين، تحفظ عزرداري کونسل اؤ تحريک نفاذ فقه جعفريه بلوچستان ددغه پيښې سخته غندنه کړې اؤ وحدت المسلمين داتوار په ورځ کوئټه کې دشټرډاؤن هړتال اؤ تحفظ عزاداي کونسل د 7ؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG