لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل انعام په دستوره کې د ډیوه ریډیو سندره


ملاله د خپل پلار ضاالدین یوسفزي سره
ملاله د خپل پلار ضاالدین یوسفزي سره

نن د ناروی سرښار اوسلو کې د نوبل انعام ورکولو دستوره کې چرته چې د سوات ملاله یوسفزۍ هم د امن نوبل اعزاز ترلاسه کړو هلته د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو د پښتو سندره ته "بي بي شیرینه يي" وغږول شوه.

ته بي بي شیرینه يي د پښتو موسیقۍ مشهور هنرمند سردارعلي خپل غږ کې ویلي ده. د سندرې موسیقې هم سردار علي کمپوز کړې ده. سردار علي ډیوه ریډیو واشنگټن نه ادبي او د پښتو موسیقۍ په اړه پروگرامونه کوي.

ته بي بي شیرینه يي بهروز خان لیکلې ده. بهروز خان د ډیوه ریډیو خبریال دی او واشنگټن نه د روانو چارو، په پښتو ادب او نورو موضوعاتو پروگرامونه کوي.

ته بي بي شیرینه يي سندره پښتنو میرمنو ته د هغوي حقوق د ورکولو پیغام دی. سندره زنانه ؤ ته د تعلیم ورکولو او ټولنه کې د میرمنو د کردار اهمیت په گوته کوي او وايي که چرې پښتنې میرمنې په خپل سرنویشت اختیار ترلاسه کړي، په تعلیم سبنالې شي او ټولنه کې ورته د کردار په صحیح توگه ادا کولو موقعه ورکړی شي نو د پښتنو وطن به گلې گلزار شي.

د ډیوه ریډیو سندره ته بي بي شیرینه يي دلته لیدلی او اوریدلی شۍ:

ته بي بي شیرینه يي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG