لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دنگرانې کابينې په جوړيدو کې ځنډ


دپاکستان نگران وزيراعظم ميرهزار خان کهوسو څلور ورځې دمخه دوزيراعظم دعهدې سوگند اخستى ؤ، خو هغه تر دې مهاله دخپلې کابينې نومونو ته غوڅ شکل ورکولو کې بريالى شوى نۀ دى.
دميډيا راپورونو ترمخه ميرهزار خان کهوسو دپاکستان دصدر اصف علي زرداري کانديدان پخپله نګرانه کابينه کې شاملول نۀ غواړي بلکې دکابينې لپاره دهاغه چا نومونو ته غوڅ شکل ورکول غواړي چې دښه شهرت مالکان وي.
ميرهزار خان کهوسو وائي چې کابينه کې به دلسو څخه تر دولسو غړي شامل وي ، خو ددې باوجود وزيراعظم سيکرټريټ دوفاقي کابينې دعبوري تقررۍ په اړه کوم واضحه ځواب نۀ دى ورکړى.
سرچينې وائي نګران وزيراعظم نۀ غواړي په کابينه کې داسې کسان متعارف کړي چې دکوم سياسي ګوند لخوا نومول شوي وي يا دکومې سياسي پارټۍ سره وابستګي لري.
دوزيراعظم پريس سکتر شفقت جليل وائي چې دکابينې نومونو ته به ډير زر غوڅ شکل ورکړل شي.
يو لوړپوړي حکومتي عهديدار په ميډيا دوفاقي کابينې په اړه مخې ته راغلي خبرونه اندازې گرځوي اؤ وئيلي يې دي چې ووزيراعظم هڅه کوي نگرانه کابينه کې شامل ټول غړي دښه شهرت مالکان وي اؤ په دوؤ ورځو کې به دکابينې دتقررۍ په اړه معامله واضحه شي.
هغه زياتوي چې ميرهزارخان کهوسو پخپله هم دغه معاملې ته په احتياط سره گوري.
نگران وزيراعظم ميرهزارخان کهوسو چې کله دپاکستان دصدر اصف علي زرداري څخه دخپلې عهدې لوړه واخسته نو هغه تر ټولو وړاندې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدنه کړې وه.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG