لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان ترمنځ د ایټمي جگړې خطر زیاتېدونکی دی ـ رپوټ


يو امريکایي تهنک ټېنک خپل رپورټ کې ويلي چې د هندوستان د واک لاندې کشمير د اوسني صورتحال له امله د هندوستان او پاکستان ترمينځ د جوهري جنګ خطر زيات شوې او په کشمير کې موجوده تاو تريخوالی، په جنوبي ايشيا کې د اېټمي جگړې بڅری ګرځيدی شي.

د جيو پوليټکل انټليجنس پليټ فارم په نامه د امريکاي تهنک ټېنک سټارټ فور دغه رپورټ کې د کشمیر لانجه د کورنې او يا د پاکستان او هندوستان د خپل مېنځ لانجې برعکس، دا د نړيوال امن او سلامتيا کشاله ګرځولې ده.

دا رپورټ پداسې حال کې جاري کړی شوی چې د هندوستان لخوا د کشمير د نيم خپلواکه حثيت د ختمولو وروسته د پاکستان او هندوستان اړيکې ترخې شوي، سفارتي تعلقات قطع شوي او خپل مينځه تجارت هم ودريدلی، او د کنټرول په کرښه د دواړو هېوادونو ځواکونه روزانه په يو بل ډزې کوي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه هم ويلي چې په مشرقي پوله د پيښو ګواښونو خبر دې او د هندوستان لخوا د هرقسمه يرغل مخینوي ته بيدار دي.

د امريکایي تهنک ټېنک دا رپورټ وایي چې په جنوبي ايشيا کې د دوو جوهري طاقتونو ترمينځ د جنگ انديښنې هغه مهال لا نورې سيوا شوې چې کله د اګست په ١٦ د هندوستان د دفاع وزير راج نات سنګ د جوهري وسلې د لومړي نه استعمال د لوظ څخه پرشا شو او په دې اړه یې پريکړه د راتلونکي حالاتو سره وتړله.

دې رپورټ د هند د دفاع د وزير دا بيان يوه جنګي دهړکه بللې ده.

د کشمير ميډيا سروېس د راپورونه ترمخه نن د اتوار په ورځ هم د هند د ولقې لاندې کشمير په ٢١ ورځ ګرځبنديز پرځاې ساتل شوی او سيمه کې د ټيلي فون، انټرنيټ او ټي وي اساني تړلې پاته دي.

د اسټارټ فور رپورټ کې ويلي شوي چې هندوستان او پاکستان په ټيکټيکل (وړو) جوهري وسلو سنبال دي چې دواړو خواو ته پوځي کمانډران یې د جنګ په ميدان کې د ابادې يوه لويه برخه په نښه کولې شي.

څيړنکار او د پاکستان د پوځ پخوانې جرنيل طلعت مسعود ډېوه ريډيو ته وویل، په داسې حال کې چې د هندوستان او پاکستان ترمينځ خبرې ودريدلې او اړيکې د نيشت برابر دي، نو ښایي چې يوه غلطي هم جنگ جوړولی شي.

هغه زیاتوي، د جوهري جنگ د خطر اندازه له دې هم لګي چې د نړۍ پوه مشران دواړو هېوادونو ته د کشالې د خبرو د لارې په هواري ټينګار کوي او هغوی دا انديښنه هم لري چې د دوی ترمينځ جوهري جنګ نه يواځې سيمه بلکې نړۍ ته هم خطر جوړيدې شي.

ښکاره دي وي چې د پاکستان وزير اعظم عمران هم د امريکایي اخبار نيو يارک ټايمز سره مرکه کې انديښنه ښودلې وه چې هندوستان او پاکستان ترمينځ تاوتريخوالې نور هم سيوا کيدې شي او بايد چې نړې د دوو جوهري طاقتونو ترمينځ په کړکيچن وضعيت فکرمنده شي.

په پاکستان کې هم حکومتي وزيران د کشمير د کشالې په سر د هندوستان او پاکستان ترمينځ د جنک امکانات ويني.

د ساينس او ټيکنالوجې وزير فواد چوهدري ميډيا ته ویلي "دا وخت دوه جوهري طاقتونه يو بل ته برندې سترګې ولاړ دي او که نړۍ تاوتريخوالې راکم نکړي، نو مونږ خو د جنګ نتيجو ته تيار يو بايد چې نړۍ هم ځان چمتو وساتي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG