لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کشمیر په مسله د احمقانو په جنت کې مه اوسېږئ، قرېشي وايي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي د کشمیر په لانجه د ملگرو ملتونو د امنیتيی شورا پنځو غړو کې څوک هم خنډ جوړېدی شي.

نوموړي د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر مظفراباد ښار کې مطبوعاتي کانفرنس کې په لومړي ځل د پاکستان ډپلومېټکي مجبوریو ته په اشاره کې د انگریزۍ ژبې متل هم یاد کړو چې وايي د "احمقانو په جنت" کې اوسېدل پکار نه دي.

ښاغلي قرېشي په مطبوعاتي کانفرنس کې په اسلامي هېوادونو هم غیر مستقیم ټکونه وکړل.

هغه وویل "هڅې خو مونږ د امت او اسلام خبره کوو خو د امت د محافظانو هلته ډېرې پنگې دي. هلته یې ډیرې گټې دي."

مطبوعاتي کانفرنس کې شاه محمود قرېشي وویل وزير اعظم عمران خان به په راروانه مياشت (ستمبر) کې د هند د انتظام لاندې د کشميريانو مقدمه ملګرو ملتونوته وړي او وايي د سلامتي کونسل په پينځه و غړو کې کوم يو غړی هم په دې لار کې خنډ جوړيدی شي .

د کشميريانو سره د يو والې دپاره د پاکستان سياسي مشران چې پکې بلاول بهټو زرداري او د مسلم ليګ ن اقبال ظفر جګړا او د حکومتي واکمن تحريک انصاف شاه محمود قريشي شامل دي نن د لوی اختر نمونځ د پاکستان د واک لاندې کشمير په مظفر اباد کې ادا کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير ويلي چې پاکستان د سلامتي کونسل غړی نه دی او مونږ له د کشميريانو د مقدمې دپاره د يو وکيل ضرورت وو او ما دا وکالت نامه د چين نه راوړې ده او اوس به چين په دې مقدمه کې د پاکستان لخوا جنګيږي.

ښاغلي قرېشي د هند سره د کشمير په مسله د امت دا خبره په داسې حال کې کړی چې د هند لخوا د کشمير د ځانګړي حيثيت د ختمولو وروسته د متحده عرب اماراتو د هند دغه ګام د هندوستان کورنۍ معامله ګرځولې او سعودي عرب هم لا څه غبرګون نه دی ښودلی.

راپورونه وايي هندوستان د لوی اختر په موقع د خپل انتظام لاندې کشمير کې په اجتماعي نمونځونو او قربانيو بندېز لګولی او ځايي انتظاميې په خلکو غږ کړی چې په خپلو کوڅو کې نمونځونه وکړي.

مطبوعات وايي په جمو و کشمير کې لارې سړکونه د لوی اختر په موقع هم شاړ پراته وو او ځايي پوليسو په ټويټر خپور کړي پيغام کې ويلي چې د کشمير په بيلا بيلو برخو کې د لوی اختر مراسم په پرامنه ډول ترسره شوي او د کومې بدې پيښې اطلاعات نشته خو د دې پخلی ازادو سرچينو نه دې کړی دی.

دغه رنګ د هند د کورونيو چارو وزارت هم د اختر د نمونځونه په مهال د کشميريانو تصويرونه خپاره کړي خو دا ې نه ده په ډاګه کړې چې دا انځورونه د کشمير په کومه سيمه کې او کله اخيستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG