لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر دملا نذير دوژل کيدو دپخلي څخه ډډه کړې


خارجه دفتر تيره ورځ په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امريکائي ډرون بريد کې دطالب مشر ملا نذير دوژل کيدو دپخلي کولو څخه ډډه کړې ده
خارجه دفتر تيره ورځ په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امريکائي ډرون بريد کې دطالب مشر ملا نذير دوژل کيدو دپخلي کولو څخه ډډه کړې ده
دپاکستان خارجه دفتر تيره ورځ په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امريکائي ډرون بريد کې دطالب مشر ملا نذير دوژل کيدو دپخلي کولو څخه ډډه کړې ده.
خو دخارجه دفتر يو وياند وائي چې دډرون بريدونو معامله امريکا سره په لوړه کچه راپورته کړل شوې ده.
ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په وخت دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم علي خان وويل چې پاکستان پخپله خاوره دډرون بريدونو غندنه کوي.
هغه زياته کړه چې دډرون بريدونو دغه معامله ددواړو هيوادونو سينئر قيادت ترمينځ خبرو اترو کې راپورته کړل شوې ده.
هغه سعودي عرب ته دپاکستان دخارجه وزيرې حنا رباني کهر سفر کامياب وگرځولو او وې وئيل چې ددواړو هيوادونو ترمينځ مثالي اړيکې دي.
دايران دايټمي تنصيباتو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل بايد دغه معامله په پرامنه انداز کې هواره کړل شي.
هغه وويل چې دغه معامله دپابندو په لگولو سره هوارول نۀ دي پکار.
په افغانستان کې دعلماء کرامو ديوې ترسره کيدونکې غونډې په اړه معظم خان وويل پاکستان افغانستان سره ددغه غونډې دنيټو په اړه رابطه کې دى.
هغه وويل چې دپاکستان صدر اصف علي زرداري به دپاکستان او هند ترمينځ ترسره کيدونکي دريم يو ورځني ميچ ليدو لپاره هند ته نۀ ځي او هغه په دغه اړه دهند ددورې هيڅ پلان نۀ لري.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG